Upload files to ''

This commit is contained in:
mxaln 2019-08-07 18:42:14 +00:00
parent 18c5b900c8
commit 00cb2eddd8
1 changed files with 967 additions and 0 deletions

967
42-MRK.usfm Normal file
View File

@ -0,0 +1,967 @@
\id MRK Regular
\ide UTF-8
\h Mark
\toc1 The Gospel of Mark
\toc2 Mark
\toc3 Mrk
\mt Mark
\s5
\c 1
\p
\v 1 د خدای د زوی عیسی مسیح د انجیل پېل
\v 2 لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: دادی زه خپل قاصد لتا نه مخکې لیږم ترڅوتا ته لارهواره کړي
\v 3 په دښته کې نارې وهونکی چیغې وهي چې دمالک لارهواره کړئ، اودهغه لارې نیغې کړئ
\v 4 تعمید ورکوونکی یحیی په دښته کې ښکاره شو او د ګناهونو د بښنې په موخه یې دتعمید اوتوبې وعظ کاوه
\v 5 دیهودیې دسیمې او اورشلیم ټول اوسیدونکي هغه ته ورتلل، په خپلو ګناهونویې اقرارکاوه او د اردن په سیند کې یې له هغه څخه تعمید اخیست
\v 6 دیحیی جامې د اوښ له وړۍ څخه وې، دڅرمنې کمربند به یې پرملا تړلی و، ملخان اوځنګلي شهد دهغه خوراک وو
\v 7 هغه وعظ کاوه اوویل یې چې: زما نه وروسته به زما څخه ځواکمن سړی راځي، چې زه ددې لایق نه یم ترڅوټیټ شم اودهغه دڅپلیوتسمې پرانیزم
\v 8 زه تاسوته په اوبوتعمید درکوم، مګرهغه به تاسو ته په روح القدس سره تعمید درکړي.
\s5
\p
\v 9 اوپه هغو ورځوکې داسې وشول چې عیسی د ناصریې له جلیل څخه راغی او په اردن کې یې له یحیی څخه تعمید واخیست
\v 10 اوکله چې هغه له اوبو څخه راووت نوآسمان يې پرانیستی ولید اوروح القدس دکوترې په شکل کې پرهغه نازل شو
\v 11 او له آسمان څخه یوآواز راغی چې: ته زما خوږ زوی یې او زه لتا څخه راضي یم
\v 12 بیا سمدلاسه روح القدس هغه دښتې ته ویوړ
\v 13 اوشیطان څلویښت ورځې دهغه آزمېښت وکړ، له ځناوروسره اوسېده، اوفرښتو د هغه خدمت کاوه
\v 14 بیا دیحیی له نیول کیدو وروسته عیسی جلیل ته راغی او د خدای دپاچاهي دزیري وعظ یې کاوه
\v 15 اوفرمایل یې: وخت ختم دی او د خدای پاچاهي نږدې ده، نوتوبه وکړئ اوپرانجیل ایمان راوړئ
\v 16 اوکله چې هغه د جلیل دبحیرې په غاړه روان ونوشمعون او دهغه ورور اندریاس یې ولیدل چې په سیند کې یې جال غورځاوه، ځکه چې ښکاریان و
\v 17 نوعیسی هغوی ته وفرمایل: ما پسې راشئ ترڅولتاسونه دخلکوښکاریان جوړکړم
\v 18 نوسمدلاسه يې جالونه کېښودل او دهغه پسې روان شول
\v 19 او کله چې له هغه ځایه لږڅه وړاندې لاړل، نو دزبدي زوی یعقوب اودهغه ورور یوحنا یې ولیدل چې په کشتۍ کې یې خپل جالونه سمول
\v 20 نوسمدلاسه یې هغوی هم راوبلل، هغوی خپل پلارزبدي له مزدورانو سره په کشتۍ کې پریښود او دهغه پسې روان شول.
\s5
\p
\v 21 اوکله چې کپرناحوم ته داخل شو نوبې له ځنډه دخالي په ورځ کنیسې ته ننوت، اوپه تعلیم ورکولو يې پېل وکړ
\v 22 هغوی دهغه له تعلیم څخه حیران شول، ځکه چې هغوی ته يې دشرعې دعالمانوپه څېرنه، بلکې په پوره واک سره تعلیم ورکاوه
\v 23 اودهغوی په کنیسې کې یوتن و چې پېریان یې درلودل، نوناڅاپه یې چیغې کړې اوویې ویل:
\v 24 ای ناصري عیسی! مونږسره څه کارلرې؟ آیا زمونږد بربادۍ پسې راغلی یې؟ زه تاپیژنم چې څوک یې، ای دخدای سپیڅلیه!
\v 25 عیسی هغه وراټه اوورته یې وفرمایل: غلې شه اوله هغه څخه راووځه !
\v 26 هماغه شېبه پېري هغه سړی پرمځکه راوویشت، اوپه یوه چیغه له هغه څخه راووت
\v 27 اوهغوی ټول حیران شول، تردې چې یوله بل څخه پوښتنې کولې اوویل یې: داڅه دي؟ دا خویونوی تعلیم دی، هغه پېریانوته په واک سره امرکوي، اوهغوی یې مني
\v 28 داخبره ډېره ژرمشهوره شوه او دهغه نوم دجلیل په ټوله سیمه کې شهرت وموند.
\s5
\p
\v 29 بیا له کنیسې څخه بهرراووت اوسمدلاسه له یعقوب اویوحنا سره دشمعون اواندریاس کورته ننوت
\v 30 د شمعون خواښې تبې نیولې اوپه کټ کې پرته وه، نوهماغه شېبه یې عیسی دهغې له حالت څخه خبر کړ
\v 31 نوهغې ته ورنږدې شو،له لاسه يې ونیوله اوپه راپورته کیدوکې يې دهغې مرسته وکړه، دهغې تبه لیرې شوه او دهغوی په خدمت يې پېل وکړ
\v 32 او ماښام له لمر پریوتو وروسته يې ټول ناروغان او پېریانو نیولي هغه ته راوستل
\v 33 او د ښارټول خلک دکور د دروازې مخې ته راغونډ شول
\v 34 ډېرو خلکو ته یې چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو شفا ورکړه، ډېرپېریان يې وویستل، اوپرې یې نښودل ترڅو پېریان خبرې وکړي، ځکه چې هغه یې پیژانده.
\s5
\p
\v 35 سهارد وخته له لمرختو وړاندې راپورته شو، بهرلاړ، یوې خرابې ته ورسید اوهلته په دعا بوخت شو
\v 36 شمعون او ملګري یې په بیړه د هغه پسې لاړل
\v 37 او کله یې چې هغه وموند نو ورته یې وویل: ټول خک تا لټوي
\v 38 نوهغوی ته يې وفرمایل: باید خواو شا کلیوته هم لاړشو ترڅوهلته وعظ وکړم، ځکه زه په همدې خاطر راوتلی یم
\v 39 نو په ټول جلیل او دهغه په کنیسو کې یې وعظ کاوه او پېریان یې ویستل.
\s5
\p
\v 40 یوجذامي هغه ته راغی، په ګونډوشو، غوښتنه یې وکړه اوورته یې وویل: که چېرې وغواړې نوکولای شې چې ما پاک کړې
\v 41 دعیسی زړه پرې وسوځید، خپل لاس یې وراوږد کړ، هغه یې لمس کړاوويې فرمایل: زه غواړم چې پاک شې
\v 42 اوکله یې چې داخبره وکړه نوهماغه شېبه هغه له جذامه پاک شو
\v 43 بیا عیسی هغه ته تاکید وکړاوله دې حکم سره یې رخصت کړ
\v 44 چې هیچا ته پدې هکله څه مه وایه، بلکې لاړشه، خپل ځان کاهن ته وښایه او د خپل ځان دپاکۍ لپاره دموسی ټاکلې هدیه ورکړه ترڅودهغوی لپاره ګواهي وګرځي
\v 45 خوهغه سړی بهرلاړ، لدې کیسې یې ټول خلک خبرکړل اودا خبره يې تر لیرې خپره کړه، تردې چې له هغې وروسته هغه نشو کولای په ښکاره ډول ښارته راننوځي، بلکې له ښاره بهرپه یواځې ځایونوکې اوسیده، خوخلک بیاهم له هرلوري هغه ته راتلل.
\s5
\c 2
\p
\v 1 څوورځې وروسته کله چې عیسی کپرناحوم ته راستون شو، اوخلک خبرشول چې په کورکې دی
\v 2 نو دومره خلک ورته راغونډ شول چې له دروازې بهرهم نه ځائیدل، اوکله یې چې هغوی ته کلام بیانولو
\v 3 نویوشل سړی یې هغه ته راوست چې څلوروکسانو راپورته کړی و
\v 4 اوکله یې چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ونشوکولای چې هغه ته ورسېږي، نوهغوی دکوټې چت په هغه ځای کې سوری کړچېرې چې عیسی و، اوشل سړی یې په کټ کې دهغه مخې ته ورکوزکړ
\v 5 کله چې عیسی دهغوی ایمان ولید نوشل ته یې وفرمایل: ای زویه! ستا ګناهونه وبښل شول
\v 6 اوځینې دشرعې عالمان چې هلته ناست ووپه خپلو زړونوکې یې فکروکړچې:
\v 7 ولې داسړی داسې خبرې کوي، دا خو کفردی؟ آیا له خدای پرته بل څوک کولای شي چې دچاګناهونه وبښي؟
\v 8 هماغه شېبه عیسی په روح کې پوه شوچې هغوی له ځان سره داسې فکر کوي، نوهغوی ته يې وفرمایل: ولې په خپلو زړونوکې داسې فکر کوئ؟
\v 9 کومه خبره کول آسانه ده، داچې شل ته ووايې ستا ګناهونه وبښل شول، یا دا چې ووایې: پورته شه، خپل کټ واخله او روان شه؟
\v 10 خوستاسو دپوهې لپاره چې، دانسان زوی د مځکې پرمخ دګناهونود بښنې واک لري، نوشل ته يې وفرمایل:
\v 11 تا ته وایم! راپورته شه، کټ دې واخله اوخپل کورته لاړشه
\v 12 هغه راپورته شو، بې له ځنډه یې خپل کټ واخیست اودټولو په مخکې روان شو، داسې چې ټول حیران شول، دخدای ستاینه یې کوله اوویل یې: داسې کارمونږ هېڅ کله نه و لیدلی.
\s5
\p
\v 13 بیا عیسی دسیند غاړې ته لاړ، ګڼ خلک ورته راغلل، اوهغوی ته یې تعلیم ورکړ
\v 14 اوکله چې په لارروان و، نو دحلفي زوی لاوي یې ولید چې دمالیې ټولوپر چوکۍ ناست و، هغه ته يې وفرمایل: ما پسې راشه، نوهغه را پاڅید او دهغه پسې روان شو
\v 15 او کله چې هغه دلاوي په کور کې ډوډۍ ته ناست و، نو ډېرمالیه ټولوونکي اوګناهګاران له هغه اودهغه له شاګردانوسره ناست وو، ځکه چې هغوی اکثره دهغه پیروان وو
\v 16 اوکله چې دشرعې عالمانو او فریسیانو ولیدل چې هغه له مالیه ټولوونکو او ګناهګارانو سره ډوډۍ خوري، نودهغه شاګردانوته يې وویل: ولی هغه له مالیه ټولوونکو او ګناهګارانو سره خوراک اوڅښاک کوي؟
\v 17 کله چې عیسی دا واورېدل نوهغوی ته يې وفرمایل: روغان طبیب ته اړتیا نه لري خوناروغان، او زه د دې لپاره راغلی نه یم چې ریښتیني دتوبې لورته راوبلم، بلکې ګناهګاران.
\s5
\p
\v 18 یوځلې چې دیحیی شاګردانو اوفریسیانو روژه نیولې وه، نوځینې خلک عیسی ته راغلل او ورته يې وویل: ولې دیحیی شاګردان اوفریسیان روژه نیسي، مګرستا شاګردان روژه نه نیسي؟
\v 19 نوعیسی هغوی ته وفرمایل: آیا امکان لري چې د واده مېلمانه پداسې حال کې روژه ونیسي چې زوم ورسره وي؟ اوترڅوچې زوم ورسره وي، نوهغوی نه شي کولی چې روژه ونیسي
\v 20 مګر داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه واخیستل شي، نوبیا به په هغه ورځ روژه ونیسي
\v 21 اوهېڅوک په زړو جامو کې نوی پیوند نه لګوي، که نه نوهغه نوی پیوند له زړوڅخه بېلېږي، اوشلیدلی ځای به نورهم لوی شي
\v 22 او هېڅوک نوي شراب په زړومشکونو کې نه اچوي، که نه نو هغه نوي شراب به مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به هم لمنځه لاړشي، بلکې نوي شراب باید په نو یومشکونوکې واچول شي
\v 23 اود یوې خالي په ورځ چې عیسی دکروندې له منځ څخه تېرېده، نوشاګردانویې په روانه کې دفصل وږي راوشکول
\v 24 نو فریسیانو هغوی ته وویل: ولې داسې کارکوئ چې هغه دخالي په ورځ رواندی؟
\v 25 هغه ورته وفرمایل: آیا تاسو لوستلي نه دي، کله چې داود اوملګري یې اړین اواوږي وو
\v 26 نوڅنګه دکاهنانو دمشرابیاتار په ورځوکې دخدای کورته ننوت، او دنذرانې ډوډۍ یې وخوړه، چې خوراک یې له کاهنانو پرته بل چاته رواندی، او خپلو ملګروته یې هم ورکړه
\v 27 اوهغوی ته یې وفرمایل: سبت دانسان لپاره جوړشوی، نه انسان دسبت لپاره
\v 28 نولدې کبله دانسان زوی دسبت دورځې څښتن هم دی.
\s5
\c 3
\p
\v 1 هغه بیا کنیسې ته ننوت، اوهلته یوسړی وچې لاس یې وچ شوی و
\v 2 نوهغوی عیسی ته کتل چې آیا هغه به د خالي په ورځ هغه ته شفا ورکړي که نه، ځکه هغوی غوښتل پرهغه تورولګوي
\v 3 نوهغه وچ لاسي سړي ته يې وفرمایل: راشه اوپه منځ کې ودریږه!
\v 4 اوهغوی ته يې وفرمایل: دخالي په ورځ کوم کارروا دی، نیکي کول که بدي، دچا ژغورل یاوژل؟ نوهغوی غلي پاتې شول
\v 5 اوهغه ګېر چاپېره هغوی ته په غصې سره وکتل ځکه چې زړونه یې سخت وو، اوهغه سړي ته یې وفرمایل: خپل لاس را اوږد کړه، هغه خپل لاس وراوږد کړاولاس يې روغ شو
\v 6 فریسیان سمدلاسه بهرلاړل اوله هېرودیانو سره يې دهغه په هکله مشوره وکړه چې څنګه یې ووژني
\v 7 بیا عیسی له خپلو شاګردانو سره دسیندغاړې ته لاړ، اوله جلیل څخه ډېرخلک دهغه پسې روان شول
\v 8 اوکله چې دیهوديې، اورشلیم، ادومیې، داردن دبلې غاړې او دصور اوصیدون دشاو خوا ډېروخلکو دهغه دکارونوپه هکله واورېدل، نوهغه ته راغلل
\v 9 اوخپلو شاګردانوته يې وفرمایل چې، ماته یوه کشتۍ تیاره کړئ، ترڅو دخلکو دګڼې ګوڼې له ټېل څخه لیرې واوسم
\v 10 ځکه هغه ډېروته شفا ورکوله، حتی چې په چا به ډېردرد و، نو دهغه لورته به يې زور واهه، ترڅوهغه لمس کړي
\v 11 او کله به چې پېریانو هغه ولید، نو دهغه په مخکې به په خاوروکې ولویدل، اوچیغې به یې وهلی چې، ته دخدای زوی یې
\v 12 اوهغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې، دې خبروته شهرت ورنه کړي.
\s5
\pد دولسو شاګردانو ټاکل 
\v 13 بیا دیوغره سرته لاړ، اوڅوک یې چې غوښتل ځان ته یې وبلل، اوهغوی ورغلل
\v 14 او دولس کسان یې وټاکل چې له هغه سره واوسي، اوهغوی د وعظ لپاره ولېږي
\v 15 او دپېریانودویستلو واک هم ولري
\v 16 نو دولس تنه یې وټاکل اوپه شمعون یې پطروس نوم کېښود
\v 17 بیا دزبدي زامن یعقوب او دهغه ورور یوحنا راغلل اوهغوی يې دتندرزامن ونومول
\v 18 اندریاس، فلیپس، برتولما، متی، توما، دحلفي زوی یعقوب، تدي او شمعون ننګیالی
\v 19 اویهودا اسخریوطي کوم چې دهغه جاسوسي وکړه.
\s5
\p
\v 20 بیاهغه کورته ننوت اویوځل بیا پرې دومره خلک راټول شول چې هغوی د ډوډۍ خوراک فرصت ونه موند
\v 21 اوکله چې دهغه خپلوانو داخبرې واورېدې، نوبهرلاړل ترڅو هغه راپورته کړي، ځکه ځینوویل چې هغه بېخوده شوی دی
\v 22 او دشرعې هغه عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو، ويې ویل چې: هغه بعلزبول لري اودپېریانو دمشر په مرسته پېریان باسي
\v 23 نوهغوی يې ځان ته راوغوښتل، اوپه مثالونوکي یي ورته وفرمایل: څنګه کیدای شي چې یو شیطان بل شیطان وباسي؟
\v 24 که چېرې یوه پاچاهي په خپل منځ کې وویشل شي، نوهغه پاچاهي پاتې کیدای نه شي
\v 25 او کله چې یوکورپرخپل ضد وویشل شي، نوهغه کورپایداره پاتې کېدای نه شي
\v 26 اوکه چېرې شیطان له خپل ځان سره مقاومت وکړي اووویشل شي، نوهغه نه شي کولای چې کلک پاتې شي بلکې هلاکېږي
\v 27 اوهېڅوک نه شي کولای ترڅو د زورورسړي کورته ننوځي اودهغه اسباب لوټ کړي، مګرداچې لومړی هغه وتړي اوله هغې وروسته دهغه کورلوټ کړي
\v 28 اوپه یقین سره تاسو ته وایم چې، دانسان ټول ګناهونه اوهرډول کفريې چې ویلی وي بښل کېږي
\v 29 مګرڅوک چې د روح القدس په مقابل کې کفر ووايي، نو تر ابده به ونه بښل شي، بلکې هغه به دتلپاتې ګناه مجرم وي
\v 30 هغه ځکه دا وفرمایل چې، هغوی ویل، هغه پېریانی دی.
\s5
\p
\v 31 بیا دهغه موراو وروڼه راغلل، بهرودرېدل اوپیغام یې واستاوه ترڅوهغه راوغواړي
\v 32 نوکوم خلک چې له هغه څخه ګېرچاپېره ناست ووهغه ته یې وویل: ستا وروڼه او موربهرولاړ دي اوتا لټوي
\v 33 نو هغوی ته يې په ځواب کې وفرمایل: زما موراوزماوروڼه څوک دي؟
\v 34 او هغو ګېرچاپېره ناستو خلکوته یې وکتل اوويې فرمایل : دوی زما موراو وروڼه دي
\v 35 ځکه هرڅوک چې دخدای رضا غواړي، هماغه زما ورور، خوراومورده .
\s5
\c 4
\p
\v 1 اوهغه بیا دسیند په غاړه په تعلیم ورکولو پېل وکړ، اودومره خلک ورته راټول شول، چې هغه ترې په سیند کې کشتۍ ته وخوت اوهلته کیناست، اوټول خلک ورته دسیند په غاړه راغونډ وو
\v 2 نوهغوی ته يې په مثالونوکې ډېرڅه ورزده کول، او دخپل تعلیم په ترڅ کې يې ورته وفرمایل:
\v 3 غوږ ونیسئ! یوبزګر دتخم شیندلو لپاره بهرلاړ
\v 4 اوکله یې چې تخم شینده، نولږ څه په لارکې ولوید، مرغان راغلل اوهغه یې وخوړل
\v 5 اوڅه برخه يې په تیږوکې ولوېد، چېرې چې خاوره ډېره نه وه، اولکه څنګه چې مځکې ژورتیا نه درلوده، ډېرژرراشین شو
\v 6 خوکله چې لمرراپورته شو نووسوځید، ځکه چې ریښې یې نه درلودې، اووچ شو
\v 7 اویوڅه برخه د اغزو په منځ کې ولوېد، نوکله چې اغزو وده وکړه، هغه فصل یې پټ کړ، اوحاصل یې ورنه کړ
\v 8 او پاتې په ښه مځکه کې ولوېد اوحاصل یې ورکړ، راشین شو، وده یې وکړه، او باريې ونیو، ځینې دېرش، ځینې شپېته اوځینې سل چنده
\v 9 اوويې فرمایل: څوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو وادې وري.
\s5
\p
\v 10 او کله چې ځانته شو، نو دولسو شاګردانو او نورچې ورسره وو، له هغه څخه دمثالونوپه هکله پوښتنه وکړه
\v 11 نوهغوی ته يې وفرمایل: تاسو ته دخدای په پاچاهي دپوهېدو رازدرکړل شوی دی، مګرهغو ته چې بهردي ټول شیان په مثالونو کې بیانېږي
\v 12 ترڅوتل وګوري، مګرونه ویني، اورېدونکي شي، مګرپوه نه شي، ګواکې راوګرځي اودهغوی ګناهونه وبښل شي
\v 13 اوهغوی ته یې وفرمایل: آیا په دې مثالونو پوه نشوئ؟ نوڅنګه به په نورو ټولومثالونو پوه شئ؟
\v 14 بزګرکلام کري
\v 15 اودوی دلارې په غاړه هغه خلک دي، چېرې چې کلام کرل کېږي، اوکله چې کلام واوري، نوسمدلاسه شیطان راشي اوکرل شوی کلام دهغوی له زړونوڅخه وتښتوي
\v 16 همدغه رازپه تیږلن ځای کې کرل شوی،هغه کسان دي چې کله کلام واوري نوپه خوښۍ سره يې مني
\v 17 مګرریښې نه لري اوفاني وي، اوکله چې دکلام له امله ستونزه یا کړاو وویني، نوسمدلاسه تیندک خوري او ښوئیږي
\v 18 اوپه اغزوکې کرل شوی، هغوی دي چې کله کلام واوري
\v 19 نودنیوي اندیښنې، دشتمنۍ غرور او دنورو شیانوهوسونه په هغوی کې ننوځي، کلام زندۍ کوي اوبې حاصله پاتې شي
\v 20 اوپه ښه مځکه کې کرل شوی، هغوی دي چې کله کلام واوري هغه مني اوحاصل ورکوي، ځینې دېرش، ځنیې شپېته اوځینې سل چنده
\v 21 نوهغوی ته يې وفرمایل: آیا څراغ د دې لپاره راوړي ترڅو دکاسې یا تخت لاندې یې کیږدي، نه پرڅراغدان باندې
\v 22 ځکه هېڅ داسې پټ شې نشته چې ښکاره نه شي، اوداسې پټ راز نشته چې رڼا ته رانه شي
\v 23 هرڅوک چې اورېدونکي غوږونه لري نووادې وري
\v 24 بیایې هغوی ته وفرمایل: متوجه اوسئ چې څه اورئ، په هره پیمانه یې چې ورکوئ، په هماغه پیما نه به یې اخلئ، بلکې ستاسولپاره چې اورئ نوربه هم زیات شي
\v 25 ځکه څوک چې څه لري هغه ته به نورهم ورکړل شي، اوهغه څوک چې څه نه لري، نوحتی که څه لري، هغه به هم ترې واخیستل شي.
\s5
\p
\v 26 او ويې فرمایل: دخدای پاچاهي داسې ده لکه یوبزګرچې په مځکه کې تخم وشیندي
\v 27 که چېرې هغه دشپې اوورځې ویده وي یا ویښ خوتخم شین کېږي اووده کوي مګرهغه نه پوهېږي چې څنګه؟
\v 28 ځکه مځکه په خپله حاصل ورکوي، لومړی بوټی رازرغونېږي، بیا وږی، او له هغې وروسته په وږي کې بشپړه دانه
\v 29 اوکله چې فصل ورسېږي نوهغه لورراواخلي، ځکه چې دفصل درېبلو وخت رارسیدلی وي.
\s5
\p
\v 30 بیا یې وفرمایل: دخدای پاچاهي دڅه شي سره تشبیح کړم، اودهغې لپاره څه ډول مثال ورکړم؟
\v 31 دا دهغې شړشموددانې په څېرده چې، کله یې په مځکه کې کري نودمځکې ترټولو کوچنی تخم وي
\v 32 مګرکله چې وکرل شي شين کېږي، او دباغ له ټولو بوټو څخه لوئېږي، څانګې یې غټې شي اودهوا مرغان دهغې دسیوري لاندې ځالې جوړوي
\v 33 اوڅومره به چې هغوی اورېدلی شو، نوپدې ډول ډېرومثالونو سره یې ورته کلام بیانول
\v 34 اوله مثال پرته یې هغوی ته هېڅ خبره ونکړه، خوپه یواځیتوب کې یې خپلو شاګردانوته دمثالونو ټولی معناوې واضحه کړې.
\s5
\p
\v 35 اوپه هماغه ورځ ماښام مهال یې هغوی ته وفرمایل: راځئ چې دسیند بلی غاړې ته لاړشو
\v 36 نوهغه ډله یې هلته پرېښوده، اوهغه یې په هماغه کشتۍ کې چې ناست و، ویوړ، اونورې کشتۍ هم ورسره وې
\v 37 ناڅاپه دباد طوفان راغی، داوبو څپې پر کشتۍ لګیدلې اونږدې وچې له اوبو ډکه شي
\v 38 اوعیسی دکشتۍ په وروستۍ برخه کې پربالښت ویده و، نوهغه یې راویښ کړاو ورته یې وویل: ای استاذه! آیا تاسره هېڅ اندېښنه نشته چې مونږهلاک شو؟
\v 39 نوهغه راپورته شو، باد یې ورټلو، اوسیند ته یې وفرمایل: آرام شه او ودرېږه! نوباد آرام شواوهماغه شېبه کراره کراري شوه
\v 40 نوهغوی ته یې وفرمایل: ولې دومره ووېرېدلئ، آیا اوس هم ایمان نلرئ؟
\v 41 اوپداسې حال کې چې سخت وېرېدلي وو یوبل ته یې ویل: دا لاڅوک دی چې حتی باد اوسیند هم دهغه اطاعت کوي.
\s5
\c 5
\p
\v 1 اوبیا دسیند بلې غاړې ته دجدریانو سیمې ته راغلل
\v 2 اوکله چې هغه له کشتۍ څخه راکوزشو، نوسمدلاسه یوسړی چې پېریان یې درلودل له هدېرې څخه راووت ترڅوله هغه سره وویني
\v 3 هغه په هدېره کې اوسیده اوهیچا نشو کولی چې حتی په زنځیرونوکې یې هم تړلی وساتي
\v 4 ځکه چې ډېرځلې یې په زولنو او زنځیرونو تړلی و، مګرهغه زنځیرونه شلولي اوزولنې یې ماتې کړې وې، اوهغه دومره قوي وچې هیچا نشو کولای ترڅو هغه را ایسار کړي
\v 5 هغه به شپه او ورځ دغرونو او قبرونوپه شاوخواکې چیغې وهلې اوځان به يې په تېږو ټپي کاوه
\v 6 اوکله یې چې دلیرې نه عیسی ولید، نوورمنډه یې کړه اوپه پښو ورپریوت
\v 7 په لوړآواز یې چیغه کړه او ويې ویل: ای عیسی، دلوی خدای زویه! زما سره څه کارلرې؟ تاته په خدای قسم درکوم چې ما ته عذاب مه راکوه
\v 8 ځکه هغه پېریانوته وفرمایل چې له دې سړي څخه راووځئ
\v 9 اوبیایې له هغه څخه پوښتنه وکړه: نوم دې څه دی؟ هغه ورته وویل: زما نوم لَښکردی، ځکه چې ډېریو
\v 10 نوهغه ته یې ډېره زاري وکړه چې هغوی له هغې سیمې څخه بهرونه شړي
\v 11 اوهغه وخت دخوګانویوه غټه رمه دغونډۍ دپاسه څریدله
\v 12 نوپېریانوله هغه څخه غوښتنه وکړه ويې ویل: مونږخوګانوته ولېږه ترڅوپه هغوی کې ننوځې
\v 13 هغه، هغوی ته اجازه ورکړه، نوهغه پېریان راووتل اوپه خوګانوکې ننوتل، اوهغه رمه چې نږدې دوه زره خوګان وو، دغونډۍ له کمرڅخه ښکته سیند ته ولویدله اوډوبه شوله
\v 14 دخوګانو شپانه وتښتېدل او داخبریې دښارپه خواوشا کې خپورکړ، اوخلک ددې پېښې دلیدلو لپاره بهرراووتل
\v 15 اوکله چې عیسی ته راغلل نوهغه سړی یې ولید چې دپېریانولښکرنیولی و، هغه جامې اغوستې وې اوروغ شوی و، نوسختې وېرې واخیستل
\v 16 اوهغوی چې دا هرڅه لیدلي وو، نود پېریاني سړي او خوګانو له کیسې یې ټول خبرکړل
\v 17 اوله هغه څخه یې وغوښتل چې دهغوی له سیمې څخه ووځي
\v 18 اوکله چې عیسی په کشتۍ کې سپورشو، نو هغه پېریاني سړي غوښتل چې له هغه سره لاړشي
\v 19 مګرهغه اجازه ورنه کړه او ورته یې وفرمایل: خپل کور او ملګروته ورشه، اوڅه چې خدای له تاسره وکړل له هغې څخه یې خبرکړه، اوداچې خداى څه ډول پرتا رحم وکړ
\v 20 نوهغه سړی لاړاو په دیکاپولس کې یې دهغه څه په هکله خبرې وکړې چې عیسی له هغه سره کړي وو، اوټول خلک حیران شول.
\s5
\p
\v 21 اوکله چې عیسی په کشتۍ کې دسیند بلې غاړې ته پورېوت، نوهغه لادسیند په غاړه وچې ډېرخلک ترې راتاو شول
\v 22 نو دیایروس په نامه دکنیسې له مشرانو څخه یوتن راغی، اوکله يې چې عیسی ولید نو دهغه پرپښو پرېوت
\v 23 له هغه څخه يې غوښتنه وکړه اوويې ویل: زما لورمرګي حال پرته ده، راشه لاس پرې کېږده، روغه یې کړه، اوژوندیې وژغوره
\v 24 نوهغه له هغوی سره لاړ، ډېرخلک د هغه پسې وو، اوپرهغه به يې ټیل کاوه
\v 25 په هغوی کې یوه ښځه هم وه چې له دولسوکلونو راهیسې د وینې بهېدنې په ناروغۍ اخته وه
\v 26 هغې د ډېروطبیبانو کړاو لیدلی و، اوخپله ټوله شتمني يې په ځان مصرف کړې وه مګرروغه شوی نه وه، اوتکلیف یې نورهم زیاتېده
\v 27 هغې دعیسی په هکله اورېدلي وو، نوهغه په ګڼه ګوڼه کې دشا لخوا راغله اودهغه جامې یې لمس کړې
\v 28 ځکه هغې له ځان سره ویلي ووچې که چېرې دهغه جامې هم لمس کړم نوزه به روغه شم
\v 29 هماغه شېبه دهغې وینه ودرېدله، اوپه ځان پوهه شوه چې له هغې بلا څخه خلاصه شوه
\v 30 عیسی هماغه شېبه په ځان پوه شوچې یوځواک ترې ووت، نوهغې ډلې ته يې مخ راوګرځاوه او ويې فرمایل: زما جامې چا لمس کړې
\v 31 نو شاګردانو يې هغه ته وویل: ته ګورې چې خلکو درباندې بیروبارجوړکړی، مګربیاهم وايې چې زه چا لمس کړم؟
\v 32 خوهغه ګېرچاپېره کتل ترڅوهغه ښځه وویني کومې چې دا کار کړی و
\v 33 مګرهغه ښځه چې پوهه شوی وه شفا يې موندلې، پداسې حال کې چې له وېرې رپېدله هغه ته راغله، دهغه په وړاندې په ګونډوشوه، اوټول حقیقت يې بیان کړ
\v 34 نوهغې ته يې وفرمایل: ای لورې! ته خپل ایمان روغه کړې، په سلامتۍ سره لاړه شه او دتل لپاره له دې بلا څخه خلاصه اوسه
\v 35 هغه لا دا خبرې کولې چې دکنیسې دمشرله کوره ځینې راغلل اوويې ویل: لوردې مړه شوه، نورد څه لپاره استاذ ته زحمت ورکوې؟
\v 36 کله چې عیسی د هغوی خبره واورېدله، نودکنیسې مشرته یې وفرمایل: مه وېرېږه، فقط ایمان ولره
\v 37 اوله پطروس، یعقوب، اودیعقوب د وروریوحنا پرته یې بل هېچاته اجازه ورنه کړه ترڅوله هغه سره لاړشي
\v 38 اوکله چې دکنیسې د مشرکورته ورسید، نو یوه غمژنه ډله يې ولیدله چې سخت ویراوماتم يې کاوه
\v 39 نو دننه لاړاوهغوی ته یې وفرمایل: ولی ویراوژړا کوئ؟ جلۍ مړه نه بلکې ویده ده
\v 40 هغوی دهغه پورې خندا وکړه، مګرهغه، هغوی ټول بهرولېږل، دجلۍ مور پلار او خپل ملګري یې له ځان سره واخیستل، او چېرې چې جلۍ ویده وه هلته ننوت
\v 41 دجلۍ لاس یې ونیواو ورته یې وفرمایل: تلیتا قومي! چې معنی یې ده: ای لورې، راپورته شه!
\v 42 هماغه شېبه جلۍ راپورته اوروانه شوه، هغه دولس کلنه وه، اوهغه خلک ډېرسخت حیران شول
\v 43 اوهغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې له دې کاره څوک خبر نکړي، او ويې ویل چې هغې ته د خوراک لپاره څه ورکړي.
\s5
\c 6
\p
\v 1 بیاعیسی له هغې ځایه روان شو، اودشاګردانو سره خپل ښارته لاړ
\v 2 کله چې دخالي ورځ راورسیده نو کنیسه کې یې په تعلیم ورکولو پېل وکړ، او ډېروچې دهغه تعلیم اورېده نوحیرانېدل اوویل یې: دې سړي دا خبرې له کومه ځایه زده کړي، داڅنګه حکمت ده ته ورکړل شوی، اوداڅنګه معجزې دهغه په لاس ښکاره کېږي؟
\v 3 آیا دا دمریمې زوی ترکاڼ، دیعقوب، یوشا، یهودا اوشمعون ورورنه دی؟ اوآیا دهغه خوېندې دلته زمونږ سره نه اوسېږي؟ اوله هغه څخه يې مخ واړاوه
\v 4 عیسی هغوی ته وفرمایل: یونبي ته له خپل وطن اوکورنۍ پرته په هرځای کې درناوی کېږي
\v 5 اوهغه هلته هېڅ ډول معجزه ونکړه، پرته لدې چې پرڅومریضانو یې لاسونه راکښل اوهغوی ته يې شفا ورکړه
\v 6 اوهغه دهغوی له بې ایمانۍ څخه حیران شو، هغه دهغو کلیو په شاوخوا کې ګرخېده اوتعلیم یې ورکاوه.
\s5
\p
\v 7 بیايې هغه دولس شاګردان راوغوښتل، اود دوه دوه تنو په لېږلويې پېل وکړ، اوهغوی ته يې د پېریانو ویستلو واک ورکړ
\v 8 اوهغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې له امسا پرته بل هېڅ شی له ځان سره وانخلي، نه ډوډۍ، نه کڅوړه اونه په کمربند کې پېسې
\v 9 څپلۍ په پښوکړئ او دوه کمیسونه مه وړئ
\v 10 اوهغوی ته يې وفرمایل: په هرځای کې چې کوم کورته ننوځئ، نوترڅوچې په هغه ښارکې یاستئ هملته پاتې شئ
\v 11 اوپه هغه ځای کې چې تاسو ونه مني اوستاسوخبروته غوږ ونه نیسي، نوله هغه ځایه ووځئ او دخپلو پښوخاوری وڅنډئ، ترڅو پرهغوی ګواهي وګرځي
\v 12 بیا روان شواووعظ یې وکړ تر څوخلک توبه وکړي
\v 13 ډېرپېریان یې وویستل، ډېری ناروغان یې په غوړوغوړکړل اوشفا یې ورکړه.
\s5
\p
\v 14 اوهیرودیس پاچا خبرشو، ځکه چې دعیسی نوم ډېرمشهورشوی و، ځینوبه ویل چې: تعمید ورکوونکی یحیی را ژوندی شوی دی، ځکه داسې معجزې کوي
\v 15 مګرځینوبه ویل الیاس دی، اوځینوبه ویل له نبیانو څخه یونبي دی
\v 16 خوکله چې هیرودیس واورېدل نوویې ویل: داهماغه یحیی دی چې مایې سرغوڅ کړی و، اواوس له مړوڅخه را پورته شوی دی
\v 17 هیرودیس دخپلې ښځې هیرودیا په غوښتنه امر وکړ ترڅو یحیی ونیسي اوپه زندان کې یې واچوي، هیرودیا تردې وړاندې دهیرودیس د ورورفلیپس ښځه وه
\v 18 او یحیی هیرودیس ته ویلي ووچې دا دخدای دقانون خلاف کاردی چې ته دخپل ورور له ښځې سره واده وکړې
\v 19 نوهیرودیا دغه کینه په زړه کې اچولې وه اوغوښتل یې چې هغه ووژني، خو وس یې نه رسید
\v 20 هیرودیس له یحیی څخه وېرېده، ځکه هغه پوهېده چې هغه یوسپېڅلی اوریښتینی سړی دی، اوله دې کبله یې هغه وساته اوغوښتل یې چې دهغه خبرې واوري، خودهغه خبروهیرودیس ډېرناراحته کړی و
\v 21 هیرودیا هغه وخت دافرصت وموند کله چې هیرودیس دخپلې زوکړې په ورځ خپلو رئیسانو، پوځي افسرانو او دجلیل لویانوته میلمستیا کړې وه
\v 22 او دهیرودیا لوردننه راغله، نڅا یې وکړه، نوهیرودیس اودهغه میلمانه دومره خوشاله شول چې، پاچا هغې جلۍ ته وویل: هرڅه چې غواړې ویې غواړه، زه به یې درکړم
\v 23 اوهغې ته یې قسم یاد کړچې زما څخه هرڅه وغواړې نو دربه یې کړم، حتی که زما نیمه پاچاهي هم وي
\v 24 هغه بهرووتله اوخپلې مورنه يې پوښتنه وکړه چې څه ترې وغواړم؟ هغې ورته وویل: دتعمید ورکوونکي یحیی سرترې وغواړه
\v 25 نوجلۍ سمدلاسه د پاچا حضورته ورغله، اوورته یې وویل: زه غواړم چې همدا اوس دتعمید ورکوونکي یحیی سرما ته په یو پطنوس کې راکړې
\v 26 پاچا ډېرسخت غمژن شو، مګردخپل کړي قسم او دمحفل دحاضرینو دخوشالۍ لپاره يې ونه غوښتل ترڅوخپل کړی لوظ مات کړي
\v 27 نوبې له ځنډه یې جلاد ولېږه او ورته یې وویل چې، دهغه سرراوړي
\v 28 او د هغه سریې په یو پطنوس کې راوړ، هغې جلۍ ته یې ورکړ، اوجلۍ هغه خپلې مورته ورکړ
\v 29 اوکله چې د هغه شاګردان خبر شول نوراغلل، دهغه مړی یې ویوړاوښخ یې کړ.
\s5
\p
\v 30 بیا شاګردان عیسی مسیح ته راغونډ شول، اوهغه څه یې چې کړي وواوتعلیم یې ورکړی و، له هغې څخه يې خبر کړ
\v 31 نوهغوی ته يې وفرمایل: تاسوما پسې یوګوښه ځای ته راشئ چې لږ استراحت وکړئ، ځکه تګ اوراتګ دومره ډېر وچې د ډوډۍ خوراک فرصت يې هم نه درلود
\v 32 بیاهغوی په کشتۍ کې کېناستل اویوې ګوښه دښتې ته لاړل
\v 33 اوکله چې خلکوولیدل چې هغوی رواندي، نوډېروهغوی وپیژندل، اوله ټولو ښارونوڅخه هغې لورته پیاده روان شول، اوله هغوی څخه مخکې هلته ورسېدل
\v 34 اوکله چې هغه غاړې ته ورسېد نوډېره لویه ګڼه یې ولیده، او زړه یې پرې وسوځېد، ځکه چې د بې شپونکي ګډورو په څېر وو، اوهغوی ته یې د ډېرو خبرو تعلیم ورکړ
\v 35 کله چې ډېره ورځ تېره شوه، نو شاګردان یې هغه ته راغلل اوويې ویل: دا یوه خوشی دښته ده او ورځ هم په تېرېدو ده
\v 36 نودا خلک رخصت کړه ترڅو نږدې کلیواو بانډوته لاړشي اودخپل خوراک لپاره څه شیان واخلي
\v 37 نوهغویته يې وفرمایل: تاسوخوراک ورکړئ، نوهغوی وویل: آیا لاړشواود دوی لپاره د دوسوودیناروډوډۍ راواخلو، ترڅودوی ته خوراک ورکړو؟
\v 38 هغوی ته یې وفرمایل: لاړشئ اووګورئ چې څو ډوډۍ لرئ، کله یې چې ولیدل نوويې ویل: پنځه ډوډۍ اودوه کبان
\v 39 نوهغوی ته يې وفرمایل چې، دوی ټول ډله ډله په شنوواښوباندې کینوئ
\v 40 بیا سل سل او پنځوس پنځوس په صفونوکې کېناستل
\v 41 اوهغه پنځه ډوډۍ اودوه کبان يې راواخیستل ، آسمان ته يې وکتل، برکت یې ورکړ، ډوډۍ یې ماته کړه اوشاګردانوته یې ورکړه چې هغوی ته یې ورکړي، اوهغه دوه کبان هم پرټولو وویشي
\v 42 نوټولو وخوړله اوماړه شول
\v 43 اوله پاتې کبانو او ډوډیو څخه یې دولس ټوکرۍ ډکې کړې
\v 44 او ډوډۍ خوړونکي تقریباً پنځه زره سړی وو.
\s5
\p
\v 45 بیا یې سمدلاسه خپل شاګردان په کشتۍ کې سپاره کړل ترڅوله هغه نه مخکې بیت صیدا ته تېرشي، اوهغه پخپله دخلکوهغه ډله رخصت کړه
\v 46 اوکله یې چې هغوی رخصت کړل، نوخپله د دعا لپاره دغره سرته وخوت
\v 47 اوکله چې ماښام شو، نوکشتۍ دسیند منځ ته ورسېده اوهغه یواځې په وچه و
\v 48 اوهغوی یې ولیدل چې د کشتۍ په چلولو کې ستړي شوي وو، ځکه چې باد له مخالف لوري لګېده، نودشپې له سهار کېدو لږڅه وړاندې داوبو لپاسه روان شو، دهغوی څنګ ته ورغی اوغوښتل یې چې له هغوی څخه تېرشي
\v 49 اوکله یې چې هغه ولید داوبو لپاسه روان دی، نوفکریې وکړچې پېری دی، نوچیغې یې کړې
\v 50 ځکه کله چې ټولوهغه ولید نوووېرېدل، اوسمدلاسه یې هغوی ته وفرمایل: زړوراوسئ، دا زه یم، مه وېرېږئ
\v 51 اوکله چې له هغوی سره په کشتۍ کې سپور شو نوبادهم آرام شو، او په دې سره هغوی بې اندازې حیران شول
\v 52 ځکه هغوی لا د ډوډۍ په معجزه پوه نه وو، اودهغوی زړونه سخت شوي وو
\v 53 بیا له سیند څخه تېرشول اودجنیسارت سیمې ته راغلل،اوهلته یې لنګرواچاوه
\v 54 اوکله چې له کشتۍ څخه راووتل نوسمدلاسه خلکو وپېژندل
\v 55 هغوی په بېړه په ټولو سیموکې ګرځیدل، اوهرچا چې اورېدل چې هغه دلته دی نوخپل ناروغان یې پرتختونو اچول اوهغه ته یې راوستل
\v 56 اوکله به چې هغه هرلور، کلیو، ښارونو اوبانډوته تلو، نوناروغان به يې ورته په لاروکې کېښودل اوله هغه څخه به يې غوښتل چې اجازه ورکړي ترڅو دهغه د څادرڅنډه لمس کړي، اوهرچا چې هغه لمس کاوه نوشفا یې موندله.
\s5
\c 7
\p
\v 1 بیاهغه فریسیان اودشرعې عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي ووله هغه څخه راتاوشول
\v 2 ځکه دهغه ځینې شاګردان يې لیدلي وو چې په ناوینځلو لاسونو ډوډۍ خوري
\v 3 ځکه چې فریسیان اوټول یهودیان دخپلومشرانو د رواج کلک پابند دي، او تر څوچې لاسونه سم ونه وینځي نوډوډۍ نه خوري
\v 4 او کله به چې له بازار څخه راغلل، نوترڅو به یې چې ځانونه ونه وینځل، ډوډۍ یې نه خوړله، اوداسې نورډېررواجونه لکه دپیالو، دېګونواومِسي کاسووینځل
\v 5 نوفریسیانواو د شرعې عالمانوله هغه څخه پوښتنه وکړه چې : ولې ستا شاګردان دمشرانو دودونو ته ژمن نه دي، اوپه ناوینځلو لاسونو ډوډۍ خوري؟
\v 6 نوهغوی ته يې په ځواب کې وفرمایل: اشعیا نبي ستاسو منافقانو په هکله څومره سمه وړاندوَیَنه کړی، لکه څرنګه چې لیکل شوي دي: دا خلک تش په خُله زما درناوی کوي، مګر زړونه یې زما څخه لیرې دي
\v 7 نو بې ځایه زما عبادت کوي، ځکه دفرائضو پرځای دانسانې دودونو تعلیم ورکوي
\v 8 تاسو دخدای حکم پریښې او دانساني دودونوتقلید کوئ، نوځکه لوټې او پیالې ډېرې وینځئ، اوداسې نورډېر دودونه ترسره کوئ
\v 9 نوهغوی ته یې وفرمایل: تاسو د خدای احکام په چالاکۍ سره یوخواته کوئ، ترڅو خپل رواجونه ترسره کړئ
\v 10 لکه چې موسی وفرمایل: دخپل موراو پلاراحترام وکړئ، اوهرڅوک چې خپل موریا پلارته بد رد ووايي،نوباید ووژل شي
\v 11 مګرتاسووایاست: که چېرې څوک خپل موراوپلارته ووايي: هغه څه چې باید تاسوته یې درکړم، هغه مې خدای ته وقف کړي
\v 12 نوله هغې وروسته اجازه نه ورکوئ ترڅو د خپل مور او پلارخدمت وکړي
\v 13 نودخدای کلام په خپل جوړکړي رواج سره باطلوئ، اوداسې نورډېرکارونه کوئ
\v 14 نوهغه ډله يې بیا راوبلله اوورته یې وفرمایل: ټول ماته غوږ ونیسئ اوځان پوه کړئ
\v 15 داسې هېڅ شی نشته چې له بهرنه دانسان بدن ته داخل شي، اوهغه پلیت کړي، مګرهغه څه چې دانسان له دننه څخه راوځي، هغه انسان پلیتوي
\v 16 هرڅوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو وادی وري
\v 17 کله چې عیسی له دې ډلې څخه بېل شواوکورته ننوت، نوشاګردانو یې ترې د دې مثال په هکله پوښتنه وکړه
\v 18 هغه هغوی ته وفرمایل: تاسوهم دغه شان ناپوهه یاست اونه پوهېږئ چې کوم شی له بهرنه په انسان کې ننوځي نوله هغې سره نه پلیتېږي
\v 19 ځکه چې دهغه زړه ته نه ننوځي، بلکې خېټې ته یې ځې اوبیا د فُضلی په شکل له هغه څخه بهر وځي، اوپه دې توګه هغه ټولو خوراکونو ته پاک وویل
\v 20 اوویې فرمایل: هغه څه چې له انسان څخه راوځي هغه انسان پلیتوي
\v 21 ځکه چې دانسان له زړه څخه بدخیالات راوځي، حرام کارونه، غلاګانې، قتلونه او زنا
\v 22 حرص، بدي، ټګي، فحاشي، کینه، غیبت، غرور او حماقت
\v 23 دغه ټول شیان له دننه څخه راوځي اوانسان پلیتوي.
\s5
\p
\v 24 بیا له هغه ځایه روان شو، دصوراوصیدون سیمې ته لاړاویوکورته ننوت، هغه غوښتل چې هېڅوک ترې خبرنه شي، مګرپټ پاتې نه شو
\v 25 ځکه یوه ښځه چې لور يې پېریان لرل، کله چې دهغه له راتګ څخه خبره شوه، نو راغله اودهغه په پښو یې ځان وغورځاوه
\v 26 هغه ښځه یونانۍ اودسوریې دفنیقیې اوسېدونکې وه، او له هغه څخه یې وغوښتل ترڅوله لورڅخه یې پېریان وشړي
\v 27 نوعیسی هغې ته وفرمایل: پرېږده چې لومړی بچي ماړه شي، اودا مناسبه نه ده چې دبچو ډوډۍ واخیستل شي اوسپوته واچول شي
\v 28 هغې ښځې په ځواب کې وفرمایل: ای مالکه! سمه ده، مګردکورسپي هم د بچو دخوراک پاتې شونکي خوري
\v 29 نوهغې ته یې وفرمایل: ستا ددې خبرې پخاطر، زه لاړه شه، پېری ستا دلورنه وتلی دی
\v 30 او کله چې کورته لاړه، نوویې لیدل چې پېری دهغې د لورنه وتلی و، اوجلۍ په خپله بستره کې آرام کاوه.
\s5
\p
\v 31 بیاهغه دصورله سیمی څخه روان شواو د صیدون له لارې د دیکاپولوس په حدودوتېرشواو دجلیل بحیرې ته ورسید
\v 32 نوهلته یې هغه ته یو کوڼ راوست چې ژبه یې هم بندېدله، اوغوښتنه یې ترې وکړه چې پرهغه لاس کېږدي
\v 33 نوهغه یې د ډلې له منځ څخه یوې ګوښې ته ویوړ، خپلې ګوتې یې دهغه په غوږونو کي کېښودې، لاړې یې ورتو کړې اودهغه ژبه یې لمس کړه
\v 34 د آسمان لورته یې وکتل، اسویلی یې وویست اوهغه ته یې وفرمایل: افتح، یانې پرانیستل شه
\v 35 نوهماغه شېبه دهغه غوږونه خلاص اودژبی غوټه یې پرانیستل شوه، اوپه سم ډول یې خبری وکړې
\v 36 اوهغوی ته یې په کلکه وفرمایل چې په دې هکله هېچاته څه ونه وایئ، خوڅومره ډېرچې هغه تاکید کاوه، هغوی له هغې څخه زیات داخبره خپروله
\v 37 هغوی ډېرزیات حیران وو اوویل یې: ټول کارونه یې ښه کړيدي، کڼوته غوږونه، اوګونګیانو ته ژبې ورکوي.
\s5
\c 8
\p
\v 1 او په هغو ورځو کې یوه لویه ډله بیا له عیسی څخه راتاوه شوه، مګردخوراک لپاره یې څه نه لرل، نوعیسی خپل شاګردان راوغوښتل اوورته یې وفرمایل:
\v 2 په دې ډلې مې زړه وسوځېد، ځکه له درې ورځو راهیسې زما سره دي اودخوراک لپاره هېڅ هم نه لري
\v 3 اوکه چېرې زه دوی کورونو ته اوږي ولېږم، نوپه لار کې به بېهوشه شي، ځکه لدوی څخه ځینې له ډېرلیرې څخه راغلي دي
\v 4 نو شاګردانو یې هغه ته وویل: پدې دښته کې څوک کولایشي چې هغوی په ډوډۍ ماړه کړي؟
\v 5 اوله هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې: څوډوډۍ لرئ؟ هغوی وویل: اووه
\v 6 نوهغې ډلې ته یې وفرمایل چې پرمځکه کیني، هغه اووه ډوډۍ یې راواخیستې، شُکریې ووېست، ماتې یې کړې اوخپلو شاګردانو ته يې ورکړی ترڅو خلکو ته یې کېږدي، نوهغوی دهغې ډلې مخې ته کېښودله
\v 7 او څوکوچني کبان یې هم درلودل، هغوته یې هم برکت ورکړاو ویې ویل چې، داهم ورته کېږدئ
\v 8 هغوی وخوړله، ماړه شول، اوله پاتې شوو توکړو څخه ډکې اووه ټوکرۍ یې پورته کړلې
\v 9 هغوی خواوشا څلورزره کسان وو، اوعیسی هغوی رخصت کړل
\v 10 بیا سمدلاسه له شاګردانو سره په کشتۍ کې سپورشواود دلمانوته سیمې ته لاړ.
\s5
\p
\v 11 نوفریسیان راغلل اوله هغه سره یې بحث پېل کړ، او دآزمېښت په موخه یې له هغه څخه د آسماني معجزې غوښتنه وکړه
\v 12 هغه د زړه له کومې اسویلې وکړاوویې فرمایل: دا نسل دڅه لپاره معجزه غواړي؟ او زه تاسو ته وایم چې، دې نسل ته به هېڅ ډول نښه ورنه کړل شي
\v 13 اولدې خبرې سره یې هغوی پرېښودل اودسیند بلې غاړې ته لاړ.
\s5
\p
\v 14 اوله هغوی څخه هېرشول ترڅوله ځان سره ډوډۍ واخلي، اوپه کشتۍ کې یې له ځانه سره یوه ډودۍ لرله
\v 15 نوعیسی هغوی ته وفرمایل: خبردار! دفریسیانو او هیرودیس له تومنې څخه ځان وساتئ
\v 16 نوهغوی له ځان سره فکر وکړاو ویې ویل: داځکه وايي چې مونږ ډوډۍ نه ده راوړې
\v 17 عیسی پوه شواوهغوی ته یې وفرمایل: ولې داسې فکر کوئ چې ګوندې ډوډۍ نلرئ؟ آیا تاسواوس هم نه پوهېږئ، تاسوته مالومه نه ده، اوتراوسه ستاسو زړونه سخت دي؟
\v 18 آیا تاسوسترګې لرئ، مګرنه وینئ، غوږونه لرئ اونه اورئ، آیا تاسونه هېردي؟
\v 19 کله چې مې پنځه ډوډۍ د پنځه زرو کسانو لپاره ماتې کړې، نوڅو ټوکرۍ مو له ټوکړو څخه ډکې پورته کړلې؟ هغوی ورته وویل: دولس
\v 20 اوکله مې چې اووه ډوډۍ دڅلور زرو کسانولپاره ماتې کړې، نوڅو ټوکرۍ موله توکړوډکې پورته کړې؟ هغوی ورته وویل: اووه
\v 21 نوورته یې وفرمایل: لاتراوسه هم نه پوهېږئ؟.
\s5
\p
\v 22 اوکله چې بیت صیدا ته راغې، نویوړوند سړی یې ورته راوست او له هغه څخه یې وغوښتل ترڅوهغه لمس کړي
\v 23 نوهغه ړوند یې له لاسه ونیو، له کلي څخه یې بهربوتلو، خپلې لاړې یې دهغه په سترګوپورې کړې، لاس یې پرې کیښود اوپوښتنه یې ترې وکړه چې: آیا څه وینې؟
\v 24 نوهغه خواوشا وکتل اوويې ویل: خلک وینم چې ګرځي راګرځي اود ونو په شان ښکاري
\v 25 اوبیا یې خپل لاسونه دهغه پرسترګو کیښودل، اودهغه سترګې یې خلاصې کړې، دهغه سترګې روغې شوې اوهماغه شېبه یې هرڅه روښانه ولیدل
\v 26 نوهغه یې خپل کورته ولېږه اوورته یې وفرمایل: دکلي له لارې کورته مه ځه.
\s5
\p
\v 27 اوعیسی له خپلو شاګردانو سره د فِلِیُپّس دقیصریې کلیوته لاړ، په لارکې یې له خپلو شاګردانوڅخه پوښتنه وکړه ویې فرمایل: خلک ما څوک ګڼي؟
\v 28 هغوی ځواب ورکړ: ځینې وايي چې تعمید ورکوونکی یحیی، ځینې وایې چې الیاس اوځینې وایي چې له نبیانوڅخه یو
\v 29 نوله هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې تاسوما څوک ګڼئ؟ پطروس ورته په ځواب کې وویل: ته مسیح یې
\v 30 نوهغوی ته یې په کلکه وفرمایل چې، دهغه په هکله هېچاته هم څه ونه وايي.
\s5
\p
\v 31 اوبیا یې هغوی ته په تعلیم ورکولو پېل وکړچې: اړینه ده ترڅودانسان زوی ډېرکړاو وویني، دمشرانو، دکاهنانودمشرانو، اودشرعې دعالمانو له لوري به رد شي، وبه وژل شي، اودرې ورځې وروسته به بیا راپورته شي
\v 32 هغه دا خبره په ښکاره ټکوکې وکړه، پطروس هغه له لاسه ونیو، یوې ګوښې ته یې ویوړ، اوله دې خبرویې منع کړ
\v 33 خوعیسی مخ راوګرځاوه، خپلو شاګردانو ته یې وکتل، پطروس یې وراټه او ورته یې وفرمایل: ای شیطانه، ما نه لیرې شه! ستا فکرونه انساني دي، نه خدايي
\v 34 بیا یې خلک له شاګردانوسره راوبلل اوورته یې وفرمایل: هرڅوک چې غواړي ما پسې راشي، نوهغه دې له ځان څخه تېرشي، خپل صلیب دې راپورته کړي اوما پسې دې راشي
\v 35 ځکه څوک چې غواړي خپل ځان وژغوري، نوله لاسه به يې ورکړي، اوڅوک چې خپل ژوند زما او دانجیل لپاره له لاسه ورکړي، نوهغه به یې ترلاسه کړي
\v 36 نو د یوسړي لپاره څه ګټه لري چې ټوله دنیا ترلاسه کړي، مګر خپل ژوند له لاسه ورکړي
\v 37 آیاهغه د خپل ځان دبیا ترلاسه کولو لپاره کوم قیمت ورکولی شي؟
\v 38 ځکه هرڅوک چې په دې زناکاره اوګناهګاره نسل کې، زما اوزما له خبرو څخه وشرمېږي، نو کله چې دانسان زوی دخپل پلار په جلال کې له سپیڅلو ملائکو سره راشي، نوهغه به هم ترې وشرمېږي .
\s5
\c 9
\p
\v 1 اوهغوی ته يې وفرمایل: په یقین سره تاسوته وایم چې په دې ولاړوخلکو کې داسې خلک هم شته چې ترڅو د خدای پاچاهي کومه چې به په خپل پوره ځواک سره راځي ونه ویني، نو د مرګ خوند به ونه څکي.
\s5
\p
\v 2 اوشپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب اویوحنا له ځان سره واخیستل، اوله هغوی سره یواځې دیولوړغره سرته وخوت، اود هغوی په شتون کې دهغه دڅېرې بڼه بدله شوه
\v 3 جامې یې ځلانده، اود واورې په څېرسپینې شوې ، داسې سپینې چې د مځکې پرمخ به یې یوجامې وینځونکی هم سپینې نکړای شي
\v 4 الیاس اوموسی هغوی ته ښکاره شول چې له عیسی سره یې خبرې کولې
\v 5 بیا پطروس دعیسی لورته متوجه شواو ويې ویل: ای استاذه! غوره به وي چې مونږ همدلته پاتې شو،اوکه وغواړې نودرې څپرګي به جوړکړو ، یوستا، بل دموسی او دریم دالیاس لپاره
\v 6 اوداخبره یې ددې لپاره وکړه چې ډېرزیات وېرېدلي وو، اونه پوهېدل چې څه ووايي
\v 7 ناڅاپه وریځې پر هغوی سیوری وکړ، اوله وریځې څخه یوغږراغی چې: دا زما خوږ زوی دی، دهغه خبرې واورئ
\v 8 اوکله یې چې خپل خواوشا ته وکتل، نوله عیسی پرته یې نورهېڅوک هم ونه لیدل
\v 9 اوکله چې له غره څخه راکوزېدل نوهغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې، ترڅودانسان زوی له مړوڅخه راپورته نه شي، نوهغه څه موچې ولیدل دهغې په هکله چاته څه ونه واي
\v 10 هغوی داخبره ومنله اویوله بل څخه به یې پوښتنه کوله چې، له مړو څخه دراپورته کېدو مطلب به څه وي
\v 11 اوله هغه څخه يې پوښتنه وکړه چې: ولې دشرعې عالمان وايي چې الیاس باید لومړی راشي؟
\v 12 هغه ورته په ځواب کې وفرمایل: هو! الیاس لومړی راځي ترڅو هرڅه سم کړي، مګر ولې لیکل شوي چې د انسان زوی باید ډېرکړاو ونه ویني، اوخواراوسپک وګڼل شي
\v 13 مګر تاسو ته وایم چې الیاس هم راغی، اولکه څرنګه چې دهغه په هکله لیکل شوي وو، نودوی چې څه وغوښتل له هغه سره یې وکړل.
\s5
\p
\v 14 اوکله چې هغوی بېرته شاګردانوته راغلل، نو ویې لیدل چې یو ګڼ شمېر خلک او دشرعې ځینې عالمان له هغوی څخه راتاو وو، اوبحث یې ورسره کاوه
\v 15 نوهماغه شېبه چې ټولې ګڼې هغه ولید نوحیران شول، په منډه منډه راغلل اوهغه ته یې سلام واچاوه
\v 16 بیایې د شرعې له عالمانو څخه پوښتنه وکړه چې لدوی سره د څه په هکله بحث کوئ؟
\v 17 دهغوی له منځ څخه یوتن ځواب ورکړ ویې ویل: ای استاذه! خپل زوی مې تاته راوستی چې پېریان لري اوخبروته یې نه پرېږدي
\v 18 په هرځای کي یې چې ونیسي نو راغورځوي یې، خُله یې ځګونه کوي، غاښونه چیچي اوشخ پاتې شي، ما ستا شاګردانوته وویل چې هغه ترې راوباسي مګرویې نشوکولی
\v 19 هغوی ته یې ځواب ورکړ ویې فرمایل: ای بې ایمانه ډلې! ترڅوبه زه لتاسو سره یم، اوترڅوبه تاسو زغمم؟ هغه ماته راولئ
\v 20 نوهغه یې ورته راوست، اوکله یې چې هغه ولید نوپرهلک یې حمله وکړه، په مځکه یې وویشت، خولې یې ځګونه وکړل اوراتاویې کړ
\v 21 نودهلک له پلارڅخه یې پوښتنه وکړه چې، له څومره مودې راهیسې په دې حال دی؟ ویې ویل: له ماشوموالي څخه
\v 22 ډېرځلې یې هغه په اوراواوبو کې وغورځاوه ترڅو ويې وژني، اوس که چېرې کولای شې نوپرمونږرحم وکړه اوزمونږ مرسته وکړه
\v 23 عیسی هغه ته وفرمایل: که چېرې ته څه کولای شې! څوک چې کلکه عقیده ولري نود هغه لپاره هرڅه شوني دي
\v 24 هماغه شېبه دماشوم پلارچیغې کړې چې: زه ایمان لرم، زما له بې ایمانۍ سره مرسته وکړه
\v 25 کله چې عیسی ولیدل، دخلکو ګڼه ګوڼه رانږدې کېږي، نوهغه پېری یې وراټه او ورته یې وفرمایل: ای ګونګ اوکوڼ پېریه! زه تاته امرکوم چې له هغه څخه راووځه، اوبیاهېڅکله پکې مه ننوځه
\v 26 نو چیغه یې ووهله اوهغه یې پرمځکه وویشت، هغه هلک دمړي په شان شو، اوډېرو وویل چې مړشو
\v 27 مګرعیسی له لاسه ونیو، راپورته یې کړاو ودرېد
\v 28 او کله چې عیسی کورته ننوت، نوشاګردانویې ترې پوښتنه وکړه چې، ولې مونږ ونشوکړای ترڅوهغه راوباسو؟
\v 29 نوهغوی ته یې وفرمایل: دا ډول پېریان له دعا پرته بل په هېڅ شي نه ویستل کېږي.
\s5
\p
\v 30 بیاهغوی له هغې سیمې څخه لاړل، او په جلیل تېرشول، اوهغه نه غوښتل چې څوک پرې خبرشي چې هغه چېرې دی
\v 31 ځکه چې خپلو شاګردانوته یې تعلیم ورکاوه اوورته یې ویل: دانسان زوی به انسانانو ته وسپارل شي، هغه به ووژني، اوله وژل کیدو وروسته به په دریمه ورځ راپورته شي
\v 32 مګرشاګردانو دا خبره درک نکړه او وېرېدل ترڅو له هغه څخه پوښتنه وکړي.
\s5
\p
\v 33 هغوی بیا کپرناحوم ته راغلل، اوکله چې کورته ننوت نوله هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې،د لارې په اوږدوکې مویوله بل سره دڅه شي په هکله بحث کاوه؟
\v 34 هغوی غلي شول، ځکه چې په لارکې یې یو له بل سره د دې په هکله بحث کاوه چې څوک ترټولو لوی دی
\v 35 نوکیناست اودولس شاگردان یې راوغوښتل اوورته یې وفرمایل: څوک چې غواړي لومړی شي نوباید ځان ترټولو وروسته کړي او دټولو خادم شي
\v 36 بیا یې یوماشوم راواخیست، دهغوی په منځ کې یې ودراوه، په غېږ کې یې ونیواوهغوی ته یې وفرمایل:
\v 37 هرڅوک چې له دې ماشومانو څخه یوهم زما په نوم ومني، نوهغوی زه منلی یم، اوڅوک چې ما ومني نوزما رالېږونکی یې منلی دی.
\s5
\p
\v 38 بیا یوحنا وفرمایل: ای استاذه! مونږ یوتن ولید چې ستا په نامه یې پېریان ویستل، اوهغه زمونږ څخه نه و، نومونږمنع کړ
\v 39 عیسی وفرمایل: هغه مه منع کوئ، ځکه هرڅوک چې زما په نوم معجزه وکړي، نوهغه نه شي کولای چې هماغه مهال ماته بد ووايي
\v 40 ځکه هرڅوک چې زمونږ پرضد نه دی، هغه زمونږ څخه دی
\v 41 او زه تاسو ته وایم: که چېرې څوک تاسو ته په دې خاطریوجام اوبه درکړي چې دمسیح شاګردان یاست، نویقیناً هغه به بې اجره پاتې نه شي
\v 42 اوهرڅوک چې له دې ماشومانو څخه چې پرما یې ایمان راوړی، یوه ته هم تیندک ورکړي، نودهغه لپاره به ښه وي چې د ژرندې پَل ورته په غاړه کې واچول شي اوپه سیند کې وغورځول شي.
\s5
\p
\v 43 نو که چېرې ستا لاس ستا د ښویېدنې لامل ګرځي، نوهغه پرې کړه، ځکه غوره ده چې له لاس پرته تلپاتې ژوندون ته ننوځې، تردې چې له دواړولاسونو سره دوزخ ته ننوځې، هغه اورته چې غلی کیدونکی نه دی
\v 44 کوم چې چینجي یې نه مړه کېږي، او اوریې نه غلی کېږي
\v 45 اوکه چېرې ستا پښه ستا د ښویېدنې لامل ګرځي، نو پرې یې کړه، ځکه تاته ګټوره ده ترڅوتلپاتې ژوندون ته ګوډ ننوځې، نه داچې له دواړوپښوسره په دوزخ کې واچول شې، هغه اورته چې غلی کیدونکی نه دی
\v 46 کوم چې چینجي یې نه مړه کېږي، اواوریې نه غلی کېږي
\v 47 اوکله چې ستاسترګه تا ګناه ته ولمسوي نوويې باسه، ځکه ستا لپاره غوره ده چې په یوه سترګه دخدای پاچاهۍ ته ننوځې، تردې چې له دواړوسترګوسره د دوزخ په اورکې واچول شې
\v 48 چېرې چې چینجي یې نه مړه کېږي، اواوریې نه غلی کېږي
\v 49 ځکه هرڅوک به په اورسره مالګین شي،
\v 50 مالګه ښه شی دی، خوکه چېرې مالګه بې خونده شي، نو بیا به په څه شي خوندوره شي؟ په خپلو کې مالګه وساتئ، اویو له بل سره سوله وکړئ.
\s5
\c 10
\p
\v 1 او کله چې عیسی له هغه ځایه روان شو او د اردن دسیمې بلې غاړې، دیهودیې سیمې ته راغی، نو بیا یوه ډله هغه ته راغونډه شوه، هغه هم دخپل عادت له مخې هغوی ته په تعلیم ورکولو پېل وکړ
\v 2 نوفریسیان ورغلل او د آزمېښت په موخه یې له هغه څخه پوښتنه وکړه چې: آیا یو سړي ته روادي ترڅو خپله ښځه طلاقه کړي؟
\v 3 نوهغوی ته یې په ځواب کې وفرمایل: موسی تاسو ته څه فرمایلي دي؟
\v 4 هغوی وویل: موسی اجازه کړی چې طلاق لیک ولیکي اوښځه دې پرېږدي
\v 5 عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: ستاسو د زړونو دسختوالي له امله يې دا حکم تاسو ته ولیکه
\v 6 خوخدای دپیدایښت له پېله هغوی نراوښځه پیدا کړل
\v 7 نوله دې کبله باید سړی خپل موراوپلار پرېږدي او له خپلې ښځې سره یو ځای شي
\v 8 اودوی دواړه به یو وجود وي، ځکه تردې وروسته هغوی دوه نه دي، بلکې یوبدن دي
\v 9 نوهغه څه چې خدای یوځای کړي، انسان دې یې نه بیلوي
\v 10 او کله چې کورته لاړل نوشاګردانویې ترې یوځل بیا په دې هکله پوښتنه وکړه
\v 11 نوهغوی ته يې وفرمایل: هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي اوله بلې سره واده وکړي، نودلومړۍ ښځې په حق کې زنا کوي
\v 12 اوکه چېرې ښځه خپل خاوندته طلاق ورکړي، اوله بل سره واده وکړي، نوهغه هم زنا کوي.
\s5
\p
\v 13 بیا یې هغه ته ماشومان راوستل ترڅوهغوی لمس کړي، مګر شاګردانو یې هغوی منع کړل
\v 14 اوکله چې عیسی دا ولیدل نوپه غصه شواوهغوی ته یې وفرمایل: پرېږدئ ترڅوواړه ماشومان زما څنګ ته راشي، اوهغوی مه ایساروئ، ځکه چې دخدای پاچاهي دهمدغه ډول خلکوده
\v 15 اوپه یقین سره تاسو ته وایم، هرڅوک چې دخدای پاچاهي ددې وړوکي ماشوم په شان ونه مني، نوهېڅکله به هغې ته ورداخل نه شي
\v 16 بیا هغه، هغوی په غېږ کې پورته کړل اولاسونه یې پرې راکښل.
\s5
\p
\v 17 اوکله چې عیسی په سفرروان شو، نویوسړی په منډه منډه دهغه مخې ته راغی، په ګونډ وشو او پوښتنه یې وکړه: ای نېکه استاذه! څه وکړم ترڅو دتلپاتې ژوندون وارث شم؟
\v 18 عیسی هغه ته وفرمایل: ولې دې ماته نیک وویل، پداسې حال کې چې له خدای پرته بل هېڅوک نیک نه دی؟
\v 19 په احکامو پوهېږې چې: قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلامه کوه، په دروغو ګواهي مه ورکوه، فریب مه کوه، اود خپل مورپلاردرناوی کوه
\v 20 هغه ورته په ځواب کې وفرمایل: ای استاذه! داهرڅه له ماشوموالي څخه کوم
\v 21 نوعیسی هغه ته وکتل، مینه یې پرې راغله اوورته یې وفرمایل: پتا کې یوشی کم دی، لاړشه هرڅه چې لرې خرڅ یې کړه اوپربېوزلو یې ووېشه، نوپه آسمان کې به خزانه بیامومې، بیاراځه اوماپسې روان شه
\v 22 مګرهغه په دې خبره خفه روان شو، ځکه چې ډېرشتمن سړی و
\v 23 عیسی ګیرچاپېره خپلو شاګردانوته وکتل، اوورته یې وفرمایل: څومره ستونزمنه ده چې بډایان د خدای پاچاهۍ ته ننوځي
\v 24 شاګردان دهغه په دې خبره سخت حیران شول، خوعیسی بیا هغوی ته وفرمایل: ای بچو!څومره ګران ده ترڅو بډایان دخدای پاچاهۍ ته ننوځي
\v 25 د ستنې په سوري کې د اوښ ننوتل آسانه دي، خو دخدای پاچاهۍ ته د شتمن سړي ننوتل سخت دي
\v 26 نوهغوی ډېرسخت حیران شول، اویوبل ته یې ویل: نوڅوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟
\v 27 عیسی هغوی ته وکتل او ویې فرمایل: دانسان لپاره ناشونې ده مګر دخدای لپاره نه، ځکه چې هرڅه خدای ته ممکن دي
\v 28 پطروس لګیا شواو ویل یې: دا دی مونږهرڅه پرېښي اودستا پېروي کوو
\v 29 نوعیسی ورته وفرمایل: زه په یقین سره تاسوته وایم، هرڅوک چې زما اوزما دانجیل لپاره خپل کور، یاوروڼه، یاخویندې، یا مور، یاپلار، یابچي اوخپلې شتمنۍ پرېږدي
\v 30 نوپه دنیا کې به سل چنده کورونه، وروڼه، خویندې، میندې، بچي اوشتمنۍ له کړاوونوسره ورکړل شي اوپه آخرت کې به تلپاتی ژوندون ترلاسه کړي
\v 31 مګرډېرلومړني به وروستنی اوډېروروستني به لومړني شي.
\s5
\pدخپلې مړینې په هکله دعیسی مسیح دریمه وړاندویَنه
\v 32 اوکله چې هغوی اورشلیم ته په لاره روان وو، اوعیسی له ټولونه مخکې و، نوشاګردان حیران وو او څوک چې ورپسې روان ووهغوی وېرېدل، هغه شاګردان ګوښه کړل، اودهغه څه نه یې خبرول، چې هغه ته پېښېدونکي وو
\v 33 هغه ورته وفرمایل: دا دې مونږ اورشلیم ته ځو، اودانسان زوی به مشرانو کاهنانواود شرعې عالمانوته وسپارل شي، پرهغه به دقتل فتوی‌‌ وکړي، اوپردیوته به یې وسپاري
\v 34 پرهغه به ملنډې ووهي، په متروکوبه یې ووهي، لاړې به پرې تو کړي او وبه یې وژنی، مګرپه دریمه ورځ به بیا راژوندی شي.
\s5
\p
\v 35 بیا د زِبدي دوه زامن یعقوب اویوحنا دهغه څنګ ته راغلل او ورته یې وویل: ای استاذه! مونږغواړوچې لتا نه څه وغواړو، اوهغه راته وکړې
\v 36 نوهغوی ته یې وفرمایل: څه غواړئ چې ستاسو لپاره یې وکړم؟
\v 37 هغوی ورته وویل: مونږ ته اجازه راکړه چې ستا په جلال کې، یوستا ښي اوبل کیڼ لورته کینو
\v 38 عیسی هغوی ته وفرمایل: تاسوچې څه غواړئ په هغې نه پوهېږئ، آیا کولای شئ کومه پیاله چې زه څښم، تاسو یې هم وڅښئ، اوکوم تعمید چې زه اخلم تاسو یې هم واخلئ؟
\v 39 هغوی ورته وفرمایل: هو، کولای شو، نوعیسی ورته وفرمایل: سمه ده چې کومه پیاله زه څښم تاسو یې وڅښئ، اوکوم تعمید چې زه اخلم تاسو یې هم واخلئ
\v 40 مګرزما ښي او کیڼ لاس ته کېناستل زما په واک کې نه دي چې چاته یې ورکړم، پرته له هغوڅخه چې ورته ټاکل شوي دي
\v 41 اوکله چې هغولسوتنو دا واورېدل نو پریعقوب اویوحنا یې غصه راغله
\v 42 بیا عیسی هغوی راوبلل اوورته یې وفرمایل: تاسو پوهېږئ چې د قومونوواکمنان پرخپلو خلکو حکومت کوي، او لویان يې پرهغوی مسلط دي
\v 43 مګر تاسوکې باید داسې نه وي، تاسوکې چې څوک غواړي مشرشي نوهغه دی ستاسو خادم واوسي
\v 44 اوڅوک چې غواړي تاسوکې لومړی شي نوهغه دې دټولوغلام واوسي
\v 45 اودانسان زوی هم د دې لپاره نه دی راغلی ترڅو دهغه خدمت وکړای شي، بلکې د دې لپاره چې خدمت وکړي، اوخپل ژوند د ډېرولپاره قربان کړي.
\s5
\p
\v 46 بیاهغوی اریحاته راغلل، اوکله چې هغه له خپلوشاګردانو او یوې غټې ډلی سره له اریحا څخه بهرتلو، نودتیماؤس زوی، ړوندګدایګربار تیماؤس دلارې په غاړه ناست و
\v 47 اوکله یې چې واورېدل چې، عیسی ناصري راغی، نوچیغې یې کړې او ویل یې: ای د داؤد زویه عیسی! پرما رحم وکړه
\v 48 ډېرو خلکوهغه وستغه ترڅوغلی شي، مګرهغه لا ډېرې چیغې کړې چې: ای د داؤد زویه! پرما رحم وکړه
\v 49 نوعیسی ودرېد اوویې فرمایل، ترڅوهغه را وبلي، بیا هغوی هغه ړوند راوغوښت اوورته یې وویل: مه خفه کېږه، راپورته شه چې هغه دې غواړي
\v 50 نو هماغه شېبه يې خپله چوغه وغورځوله، ودرېد اوعیسی ته راغی
\v 51 عیسی هغه ته وفرمایل: ستا لپاره څه وکړم؟ ړوند ورته وویل: ای استاذه! غواړم چې بینا شم
\v 52 نوعیسی هغه ته وفرمایل: لاړشه! ستا ایمان تاته شفا درکړه، نوهماغه شېبه بینا، اودعیسی پسې په لاره روان شو.
\s5
\c 11
\p
\v 1 اوکله چې هغوی اورشلیم ته نږدې دزیتون په غره کې، بیت فاجي اوبیت عنیا ته ورسیدل، نوعیسی له خپلو شاګردانو څخه دوه تنه ولېږل
\v 2 اوهغوی ته یې وفرمایل: کله چې دغې مخامخ کلي ته لاړئ او ورننوتئ، نوهلته به یوتړل شوی کوټی ومومئ چې تراوسه هېڅوک پرې سپورشوی نه دی، هغه پرانیزئ اودلته یې راولی
\v 3 که څوک درنه پوښتنه وکړي چې په دې څه کوئ، نوورته ووایئ چې زمونږ مالک ته په کاردی، نوبې له ځنډه به هغه دلته راولېږي
\v 4 هغوی لاړل اوهغه کوټی یې له دروازې څخه بهرپه کوڅه کې تړلی وموند، اوهغه یې راپرانیست
\v 5 هلته شته خلکو ورته وویل: ولې دا کوټی پرانیزئ
\v 6 هغوی ورته هماغه شان وویل لکه څرنګه چې عیسی ویلي وو، نوهغوی یې پرېښودل چې لاړشي
\v 7 بیا یې هغه کوټی عیسی ته راوست، خپلې جامې یې پرې واچولې اوهغه پرې سپورشو
\v 8 اوډېروخلکو خپلې جامې اوځینونورو د ونو څانګې را پرې کړې اوپه لاره کې یې ورته خپرې کړې
\v 9 اوڅوک چې له هغه څخه مخکې او وروسته روان وو، هغوی چیغې وهلې، مبارک دې وي هغه څوک چې د مالک په نوم راځي
\v 10 مبارکه دې وي زمونږ دپلار داؤد راتلونکې پاچاهي ، چې دمالک په نوم راځي ، اوستاینه په لوړو آسمانو کې
\v 11 بیا عیسی اورشلیم ته راغی اوعبادتخانې ته ننوت، ګیرچاپېره یې وکتل، اوماښام ناوخته له دولسو شاګردانو سره بیت عنیا ته لاړ.
\s5
\p
\v 12 اوکله چې هغوی بله ورځ له بیت عنیا څخه راووتل، نوعیسی سخت وږی شو
\v 13 له لیرې څخه یې د اینځر ونه ولیده چې پاڼې یې درلودې، نوورغی ترڅوپه هغې کې د خوراک لپاره څه پیدا کړي، مګرکله چې ورورسید نوله پاڼو پرته یې په کې نورڅه ونه موندل، ځکه د اینځروموسم نه و
\v 14 نو ونې ته یې وفرمایل: بیادې هېڅوک لتانه میوه ونه خوري، اوشاګردانو یې واورېدل
\v 15 بیا اورشلیم ته ننوتل، اوکله چې عیسی عبادتخانې ته ننوت، نو دهغو خلکوپه ویستلویې پيل وکړچې په عبادتخای کې یې پېرل اوپلورل کول، دصرافانو تختونه او دکوتروپلورونکو د ناستې ځایونه یې رانسکورکړل
\v 16 او نه یې پریښودل چې هېڅوک پکې تجارتي توکي ښکته پورته یوسي
\v 17 بیایې هغوی ته تعلیم ورکول پېل کړل اوویې فرمایل: آیا لیکل شوي نه دي چې زما کوربه دټولوامتونو د دعا ځای وبلل شي؟ خو تاسو ترې دغلوسمڅه جوړه کړې ده
\v 18 اوکله چې مشرانو کاهنانو او دشرعې عالمانو دا هرڅه واورېدل، نو دهغه د وژنې په لټه کې شول، اوله هغه څخه وېرېدل ځکه چې ټول خلک دهغه له تعلیم څخه حیران وو
\v 19 اوکله چې ماښام شونوله ښارڅخه بهرلاړ.
\s5
\p
\v 20 اوبله ورځ سهارد وخته کله چې هغوی په لاره تېرېدل، نوویې لیدل چې هغه داینځرونه له بېخه وچه شوې وه
\v 21 نو پطروس هغه خبره رایاده کړه اوهغه ته یې وویل: اې استاذه، وګوره! هغه د اینځرونه چې تا پرې لعنت ویلی و، وچه شوې ده
\v 22 عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: پرخدای ایمان ولرئ
\v 23 زه تاسو ته په یقین سره وایم، که چېرې څوک دې غره ته ووايي چې له خپل ځای څخه پورته شه، اوپه دې سیند کې وغورځېږه، اوپه زړه کې شک ونه لري، بلکې یقین ولري، نوچې هرڅه وايي، هغه به دهغه لپاره وشي، او ورته به ورکړل شي
\v 24 نوله دې کبله تاسو ته وایم چې دهرڅه لپاره دعا وکړئ اویقین ولرئ، نوتاسو ته به درکړل شي
\v 25 کله چې د دعا لپاره ودریږئ اوستاسو په زړه کې دچاپر خلاف خبرې وي نوهغه وبښئ، ترڅوستاسو آسماني پلارهم ستاسو خطاګانې وبښي
\v 26 خوکه چېرې تاسوبښنه ونکړئ، نوستاسو آسماني پلاربه هم هېڅکله ستاسو تېروتنې ونه بښي.
\s5
\p
\v 27 هغوی بیا اورشلیم ته راغلل، او کله چې هغه په عبادتخانې کې ګرځیده، نومشران کاهنان، دشرعې عالمان او دقوم مشران هغه ته راغلل
\v 28 او ورته یې وویل: ته په کوم واک سره دا کارونه کوې، اوتاته چاواک درکړی ترڅودا کارونه وکړې؟
\v 29 عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: زه هم له تاسو څخه د یوې خبرې پوښتنه کوم، ماته ځواب راکړئ ترڅوزه هم تاسو ته ووایم چې زه په کوم ځواک دا کارونه کوم
\v 30 دیحیی تعمید له آسمانه وکه له انسانه؟
\v 31 نوهغوی په خپلوکې مشوره وکړه، ویې ویل: که چېرې ووایو چې دخدای له لوري و، نو خامخا به ووايي چې: ولې مو پرې ایمان رانه وړ؟
\v 32 او که چېرې ووایوچې دانسان له لوري و، نوله خلکو څخه وېرېدل، ځکه ټولوخلکو یقین درلود چې یحیی پرحقه نبي و
\v 33 نوعیسی ته یې په ځواب کې وویل چې: مونږ نه پوهېږو، نوعیسی هغوی ته ځواب ورکړ: زه هم تاسوته نه وایم چې په کوم ځواک سره دا کارونه ترسره کوم.
\s5
\c 12
\p
\v 1 بیا عیسی هغوی ته په مثالونوکې خبرې پېل کړې: یوسړي دانګوروباغ نیال کړ، چاردیوارې یې ترې تاوه کړه ، دانګورو داوبو حوض یې پکې وکنیست ، دڅوکۍ برج یې پکې جوړکړ، باغوانانوته یې په اجاره ورکړ، اوخپله بل هیوادته لاړ
\v 2 کله چې د حاصل موسم را ورسید، نوخپل نوکریې هغو باغوانانو ته ورولېږه، ترڅوخپله برخه دباغ میوه ترې واخلي
\v 3 خوهغوی هغه ونیو، ډېرسخت یې وواهه، اوخالي لاس یې ولېږه
\v 4 نوهغه بیاخپل یوبل نوکر ورولېږه، هغوی دهغه سرهم مات کړ، اودهغه سپکاوی یې وکړ
\v 5 بیا هغه یوبل ورولېږه، هغه یې وواژه، اوله هغه پرته نورهم ووچې څه یې ووهل اوځینې یې ووژل
\v 6 په پای کې دهغه یو نازولی زوی پاتې شو، هغه یې ورولېږه او ويې ویل چې: زما دزوی درناوی خوبه وکړي
\v 7 مګر باغوانانو وویل: داخو وارث دی، راځئ چې ویې وژنو، نوټول میراث به زمونږ شي
\v 8 نوهغه يې ونیو، ويې واژه اودانګورو له باغه يې بهروغورځاوه
\v 9 نواوس به د باغ مالک څه وکړي؟ هغه به راشي، باغوانان به ووژني اوباغ به نوروباغوانانو ته وسپاري
\v 10 آیا دا لېکنه مونه ده لوستی: کومه تیږه چې ګلکارانو رد کړې وه، هغه دودانۍ دکنج اصلي تیږه وګرځېده
\v 11 داهرڅه دخدای له لوري دي، اومونږته عجیب ښکاري
\v 12 بیا هغوی غوښتل چې هغه ونیسي مګرله خلکو څخه وېرېدل، ځکه هغوی پوهېدل چې دامثال یې دهغوی په باره کې راوړ، نوهغه یې پرېښود او ترې لاړل.
\s5
\p
\v 13 اوبیا يې څوتنه فریسیان اوهیرودیان هغه ته ورولېږل، ترڅودخبروله لارې یې په دام کې ونښلوي
\v 14 نوهغوی راغلل او ورته یې وویل: ای استاذه! مونږ یقین لرو چې ته ریښتینی یې، له چا څخه باک نه کوی، ځکه دخلکو ظاهرته نه ګورې، بلکې په ریښتیا سره د خدای دلارې تعلیم ورکوی، نوقیصرته مالیه ورکول روا دي که نه؟ وریې کړوکه نه؟
\v 15 خوهغه چې دهغوی ریاکاري درک کړې وه، ورته یې وفرمایل: ولې زما آزمېښت کوئ؟ ماته یودینار راوړئ ترڅو ویې وینم
\v 16 اوکله یې چې راوړنوهغوی ته یې وفرمایل: دا دچا انځوراونوم دی؟ هغه ته یې وویل: دقیصر
\v 17 نوعیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: څه چې دقیصردي هغه قیصرته، اوهغه څه چې دخدای دي نوخدای ته یې ورکړئ، اوهغوی دهغه له خبروڅخه سخت حیران شول.
\s5
\p
\v 18 اوصدوقیان چې له قیامت څخه منکروو هغه ته راغلل اوورڅخه یې پوښتنه وکړه چې:
\v 19 ای استاذه! موسی زمونږ لپاره لیکلي چې هرکله د چا ورورمړشي، ښځه ترې پاتې شي اواولاد ونه لري، نو دهغه ورور دې دهغه له ښځې سره واده وکړي، ترڅودخپل ورورلپاره اولاد پیدا کړي
\v 20 نواووه وروڼه ووچې لومړي یې ښځه وکړه، مړشواوهېڅ اولاد یې پرېنښود
\v 21 نودویم هغه واده کړه اوبې اولاده مړشو، همدغه رازدریم هم
\v 22 تردې چې هغو اوو واړو له هغې سره واده وکړخو اولاد ترې ونه شو، اوترټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه
\v 23 نوکله چې دقیامت په ورځ راپورته شي نوهغه به دکوم یوښځه وي، له دې کبله چې هغو اوو واړو له هغې سره واده کړې و
\v 24 نوعیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: تاسو ناپوهه یاست، ځکه چې دخدای په کلام اودهغه په قدرت نه پوهېږئ
\v 25 ځکه کله چې هغوی له مرګ څخه راپورته شي، نه واده کوي اونه له هغوی سره واده کېږي، بلکې دآسمان د فرښتو په څېر به وي
\v 26 آیا دمړود راژوندي کیدو په هکله مو د موسی د کتاب دبوټي په پېښه کې نه دي لوستي چې، خدای څنګه له هغوی سره خبرې وکړې اویې فرمایل: زه دابراهیم خدای، د اسحاق خدای اودیعقوب خدای یم
\v 27 اوهغه د مړو خدای نه بلکې د ژوندو خدای دی، نوتاسو څومره ډېربې لارې شوي یاست.
\s5
\p
\v 28 اوکله چې دشرعې له عالمانو څخه یوتن ولیدل چې هغوی ته یې ډېر ښه ځواب ورکړ، نو رامخ ته شو اوله هغه څخه یې پوښتنه وکړه چې: تر ټولو لوی حکم کوم یودی
\v 29 عیسی هغه ته ځواب ورکړچې په احکاموکې تر ټولو لومړی دادی: واوره ای اسرائیلیه! زمونږمالک خدای، یومالک دی
\v 30 اوله خپل مالک خدای سره په ټول زړه، ټول ځان، ټول فکراو ټول ځواک سره مینه وکړه
\v 31 دویم داچې له خپل ګاونډي سره دخپل ځان په شان مینه وکړه، اوله دې دووپرته بل لوی حکم نشته
\v 32 نوعالم هغه ته وویل: آفرین استاذه! ريښتیا دې وفرمایل چې خدای یودی، اوله هغه پرته بل نشته
\v 33 او له هغه سره په ټول زړه، ټوله پوهه، ټول ځان او ټول ځواک سره مینه کول، اوله خپل ګاونډي سره دخپل ځان په شان مینه کول، له ټولوسوځېدونکو قربانیو اوهدایاو څخه غوره ده
\v 34 اوکله چې عیسی ولیدل چې په پوهې سره یې ځواب ورکړ، نوهغه ته یې وفرمایل: دخدای له پاچاهۍ څخه لیرې نه يې، اوله هغې ورځې وروسته هېچا جرأت ونکړچې له هغه څخه پوښتنه وکړي.
\s5
\p
\v 35 اوکله چې عیسی په عبادتخانې کې تعلیم ورکاوه نوويې فرمایل: څنګه دشرعې عالمان وايي چې مسیح د داود زوی دی؟
\v 36 اوحال داچې خپله داود په روح کې وویل: مالک خدای، زما مالک ته وفرمایل چې، زما ښي لاس ته کینه ترڅوستا دښمنان ستا د پښولاندی کړم
\v 37 خپله داؤد هغه ته مالک وايي، نوڅنګه دهغه زوی کېدایشي؟ اوټولو خلکو په خوښۍ سره دهغه کلام اورېده.
\s5
\p
\v 38 نوعیسی په خپل تعلیم کې هغوی ته وفرمایل: دشرعې له عالمانو څخه ځانونه وساتئ، کوم چې خوښوي ترڅوپه اوږدوچپنوکې اخوا دیخوا وګرځي، اوپه بازارونوکې له درناوي ډک سلامونه واخلي
\v 39 اوپه کنیسو او مېلمستیاو کې دمشرۍ په ځایونوکې ناسته خوښوي
\v 40 هغوی دکونډو مځکې غصبوي، او اوږدې دعاګانې کوي، دوی به ترټولوسخته سزا ومومي.
\s5
\p
\v 41 عیسی دعبادتخانې دهدایاوصندوق ته مخامخ ناست و، او ننداره یې کوله چې خلک څنګه په صندوق کې پیسې اچوي،اوډېروشتمنو ډيرې پېسې اچولې
\v 42 نویوه بیوزله کونډه ښځه راغله، اودوه سیکې یې په هغې کې واچولې
\v 43 نوخپل شاګردان یې راوبلل او ورته یې وفرمایل: زه په یقین سره تاسوته وایم چې دې بېوزلې کونډې له هغوټولو څخه ډېرې واچولې
\v 44 ځکه چې دې ټولو دخپل زیاتي مال څخه ورکړې، مګردې ښځې له خپلې ټولې غریبۍ سره، خپله ټوله شتمني ورواچوله.
\s5
\c 13
\p
\v 1 اوکله چې عیسی له عبادتخانې څخه راووت، نویوشاګرد یې ورته وویل: څومره لويې تیږې اوڅومره ښکلې ودانۍ دي
\v 2 نوعیسی هغه ته به ځواب کې وفرمایل: آیا دا لويې ودانۍ وینې؟ په دې کې به یوه تیږه دبلې لپاسه پاتې نه شي، مګرلاندې به راونړول شي
\v 3 او کله چې عیسی دزیتونو په غره کې عبادتخانې ته مخامخ ناست و، نو پطروس، یعقوب، یوحنا اواندریاس ترې په پټه پوښتنه وکړه چې:
\v 4 مونږته ووایه چې دا هرڅه به کله پېښېږي؟ او ددې پېښو درانږدې کیدو نښې کومې دي؟
\v 5 عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: پام کوئ چې څوک موبې لارې نکړي
\v 6 ځکه چې ډېربه زما په نوم راشي، اووبه وايي چې، زه هغه یم اوډېربه بې لارې کړي
\v 7 اوکله چې جګړې او دجګړوخبرونه واورئ نومه وارخطا کېږئ ، ځکه چې دا خبرې پېښېدونکي دي، خودا به آخروخت نه وي
\v 8 ځکه چې قومونه به دقومونو او پاچاهي به د پاچاهي پرضد راپورته شي، په ډېرو ځایونو کې به زلزلې راشي، وچکالۍ اوخوځښتونه به پېل شي، اودا شیان به دزېږون د درد د پېلامې په شان نښې وي
\v 9 خوتاسوبیداره اوسئ، ځکه چې تاسو به جرګو ته وسپاري، اوپه کنیسوکې به مو په دورو ووهي، او تاسوبه زما پخاطر چارواکو او پاچایانو ته بوځي، ترڅو دهغوی پروړاندې زما اقرار وکړئ
\v 10 او اړینه ده ترڅو ټولو قومونوته دانجیل وعظ وشي
\v 11 اوکله چې تاسو ونیسي اوهغوی ته مو وسپاري، نودا اندېښنه مه کوئ چې څه به ووایاست، اوفکرمه کوئ، بلکې هغه مهال چې څه درکړل شي هماغه ووایئ، ځکه ویونکي تاسونه، بلکې روح القدس دی
\v 12 ورور به خپل ورور مرګ ته وسپاري، اوپلاربه زوی، بچي به دخپل مور پلار پر خلاف راپورته شي اوهغوی به مرګ ته وسپاري
\v 13 او ټول خلک به زما د نوم پخاطر تاسوسره دښمني کوي، مګر څوک چې ترپایه صبر وکړي، هغه به وژغورل شي
\v 14 نوکله چې تاسوهغه پلیت اوتباه کوونکی بُت په هغه ځای کې ولاړووینئ چېرې چې په کارنه دی، نولوستونکي دې پوه شي، اوهغه څوک چې په یهودیه کې وي، نوغرونوته دې وتښتي
\v 15 څوک چې دبام لپاسه وي، نولاندې دې نه راکوزېږي، اوکورته دې نه ننوځي، ترڅوڅه یوسي
\v 16 اوڅوک چې په پټي کې وي نو دخپلو جامو داخیستلو لپاره دې نه را ګرځي
\v 17 او په هغوورځوکې دې افسوس وي، پرامیدوارو اوشیدې ورکوونکو
\v 18 اودعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې نه وي
\v 19 ځکه چې دخلقت له پېله تراوسه خدای داسې مصیبت نه دی راوستی، اونه به راشي
\v 20 که چېرې مالک هغه ورځې لنډې کړې نه وای، نوهېڅ بشربه ژوندی نه وپاتې شوی، مګر دخپلوهغوغوره شویو بندګانو پخاطر کوم یې چې انتخاب کړي، هغه ورځې یې لنډې کړې .
\s5
\p
\v 21 بیا که څوک تاسو ته ووايي چې وګورئ مسیح دلته یا هلته دی، نوباور پرې مه کوئ
\v 22 ځکه چې دروغژن مسیحیان اونبیان به راښکاره شي، نښې اومعجزې به ښکاره کوي، اوپه هرډول چې ممکن وي، دخدای غوره شوي به بې لارې کوي
\v 23 مګر خبرداره اوسئ! دا دی ما تاسوله هرڅه دمخه خبرکړئ
\v 24 او په هغو ورځو کې به له هغه مصیبت وروسته لمرتورشي، اوسپوږمۍ به خپله رڼا بېرته واخلي
\v 25 ستوري به له آسمان څخه راولوېږي، اوآسماني ځواکونه به ولړزول شي
\v 26 او بیا به دانسان زوی ووینئ چې په وریځو کې به له ځواک او لوی جلال سره راشي
\v 27 اوهغه به خپلې فرښتې واستوي ترڅوخپل غوره شوي د نړۍ له څلورو ګوټونو، دمځکې له لیرې پرتوبرخو، اودآسمان ترلیرې پرتو حدودو راټول کړي
\v 28 نو داینځرله ونې څخه سبق واخلئ، کله یې چې څانګې شنې شي نوپاڼې کوي اوتاسوپوهېږې چې دوبی نږدی دی
\v 29 نوکله چې تاسوهم داهرڅه ووینئ، نو پوه شئ چې هغه نږدې نه بلکې په دروازه کې ولاړدی
\v 30 اوزه په یقین سره تاسوته وایم چې ترڅو دا ټولې پېښې رامنځ ته نه شی، نودا پېړۍ به تېره نه شی
\v 31 مځکه اوآسمان به لمنځه لاړ شي، مګرزما کلام به هېڅکله لمنځه لاړنه شي.
\s5
\p
\v 32 اودهغې ورځې اوشیبې څخه، له پلارپرته بل هېڅوک هم خبرنه دی، نه په آسمان کې فرښتې اونه زوی
\v 33 نوخبرداراو بیداراوسئ اودعا کوئ، ځکه تاسونه پوهېږئ چې هغه وخت به کله راځي
\v 34 د دې مثال دهغه سړي دی چې په سفرلاړشي، خپلوخادمانوته واک وسپاري، اوهریوپرخپله خاصه دنده وګماري اوڅوکیدار ته امر وکړي چې بېدار اوسي
\v 35 نو تاسوهم بېداراوسئ، ځکه نه پوهېږئ چې دکور مالک کله راځي، ماښام، نیمه شپه، چرګ بانګ یا سهار
\v 36 ګواکې هغه ناڅاپه راشي او تاسو ټول ویده بیا مومي
\v 37 نوهغه څه چې تاسو ته وایم، هغه ټولوته وایم، بېداراوسئ.
\s5
\c 14
\p
\v 1 د فسحې اوپتېرې ډوډۍ اخترته دوه ورځې پاتې وې، مشرانو کاهنانو او د شرعې عالمانو داسې پلمه لټوله ترڅوعیسی ونیسي او ویې وژني
\v 2 مګر هغوی ویل چې دا کار باید داختر په ورځو کې ونه کړي ، تر څو په قوم کې بلوا جوړه نه شي .
\s5
\p
\v 3 اوکله چې هغه په بیت عنیا کې دشمعون جذامي په کورکې ډوډۍ ته ناست و، نویوه ښځه راغله او دسنبلویو بوتل خالص قیمتي عطرچې د مرمرو په عطردانۍ کې یې اچولي ووله ځان سره راوړل، دبوتل سریې مات کړاو دهغه په سریې واچول
\v 4 نو ځینو یوله بل سره په غصه کې وویل: ولې داعطر ضایع شول؟
\v 5 ځکه کېدای شول چې دغه عطرله دریو سوو دینارو څخه په لوړه بیه خرڅ شوي، او پربېوزلانو وېشل شوي وای، اوهغې ته یې سپورې ستغې وویلې
\v 6 مګرعیسی هغوی ته وفرمایل: هغه پرېږدئ! ولې هغه کړوئ؟ هغې زما سره ښه کارکړی
\v 7 ځکه چې بېوزلان تل لتاسو سره دي، اوهروخت کولای شئ چې له هغوی سره نیکي وکړئ، مګرزه به دتل لپاره تاسو سره نه یم
\v 8 هغې چې څه کولی شول، هغه یې وکړل، اوزما بدن یې ترښخولو وړاندې په عطروغوړکړ
\v 9 زه تاسو ته په یقین سره وایم چې د نړۍ په هرځای کې د دې انجیل وعظ کېږي، نوڅه چې دې ښځې وکړل دا به دهغې دیادونې په موخه یادېږي.
\s5
\p
\v 10 نواسخریوطي یهودا چې یوله دولسو شاګردانو څخه و، مشرانو کاهنانو ته ورغی تر څو عیسی ورته تسلیم کړي
\v 11 هغوی د هغه خبره واورېده او خوشاله شول ، اوله هغه سره یې وعده وکړه چې پیسې به ورکړي، اوهغه دعیسی د نیولو د یو ښه فرصت په تمه راووت
\s5
\p
\v 12 اود پتېرې د اختر په لومړۍ ورځ چې په هغې کې یې دفسحي دګډوري قرباني کوله، شاګردانویې هغه ته وویل: کوم ځای ته غواړې چې مونږ لاړشواوستا لپاره د فسحې خوراک تیار کړو؟
\v 13 نوخپل دوه تنه شاګردان یې ولېږل اوهغوی ته یې وفرمایل: ښارته لاړشئ، هلته به یوسړی داوبو له منګي سره تاسو سره مخامخ شي، نوهغه پسې لاړشئ
\v 14 اوهرچېرته چې ننوځي نو د هغه کورڅښتن ته ووایئ: استاذ وايي چې مېلمستون چېرې دی، ترڅوهلته له خپلو شاګردانو سره فسح وخورم؟
\v 15 نوهغه به تاسوته یوه لویه اوفرش شوې بالاخانه دروښايي، اوهلته زمونږ لپاره تیاری ونیسئ
\v 16 نوشاګردان لاړل اولکه څنګه چې ورته هغه ویلي وو، هرڅه یې هماغه شان وموندل، اوفسحه یې تیاره کړه.
\s5
\p
\v 17 بیاعیسی ماښام له هغو دولسو سره راغی
\v 18 اوکله چې ډوډۍ ته کېناستل نوعیسی وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم ، یولتاسو څخه چې زماسره ډوډۍ ته ناست دی، له ما سره به خيانت وکړي
\v 19 هغوی ډېرغمژن شول، او یو یوهغه ته ویل: آیا زه هغه یم؟
\v 20 نوهغه ورته وفرمایل: یولتاسو دولسوڅخه چې زما سره په کاسه کې لاس ښکته کوي
\v 21 دا سمه ده چې دانسان زوی به هماغه شان مړشي لکه څرنګه چې د هغه په هکله لیکل شوي دي، خوافسوس دهغه چا پرحال چې دانسان دزوی جاسوسي کوي، دهغه لپاره داغوره وه چې هېڅ پیدا شوی نه وای
\v 22 او د خوراک په وخت عیسی ډوډۍ راواخیسته، شکریې وویست، ماته یې کړه، هغوی ته یې ورکړه او ويې فرمایل: واخلئ او وخورئ، دا زما بدن دی
\v 23 یوه پیاله یې راواخیسته، شکريې وویست، هغوی ته یې ورکړه اوهغو ټولو ورڅخه وڅښل
\v 24 اوهغوی ته يې وفرمایل: دا زما د لوظ وینه ده چې د ډېرو لپاره توئېږي
\v 25 اوپه یقین سره تاسو ته وایم چې، له نن وروسته به د انګورواوبه ونه څښم، تر څو چې دخدای په پاچاهۍ کې یې تازه ونه څښم.
\s5
\p
\v 26 اوبیا هغوی دیوې مذهبي سندرې له ویلووروسته دزیتون غره ته لاړل
\v 27 نوعیسی هغوی ته وفرمایل: نن شپه به تاسوټول ماپرېږدئ، ځکه لیکل شوي چې: شپونکی به ووهم، او ګډوري به یې خواره واره شي
\v 28 مګرله راپورته کېدو وروسته به لتاسو وړاندې جلیل ته لاړشم
\v 29 پطروس هغه ته وویل: که چېرې ټول تا پرېږدي، خوزه به هېڅکله تاپرېنږدم
\v 30 عیسی هغه ته وفرمایل: په یقین سره تاته وایم چې همدانن شپه مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې آذان وکړي، ته به درې ځلې زما څخه انکار وکړې
\v 31 مګرهغه په کلکه وویل: که چېرې زه لتاسره مړهم شم، خوهېڅکله به درنه انکار ونکړم، اونوروهم همدغه شان وویل.
\s5
\p
\v 32 اوکله چې هغوی جتسیماني نومي ځای ته ورسېدل نوشاګردانو ته یې وفرمایل: دلته کینئ ترڅودعا وکړم
\v 33 پطروس، یعقوب اویوحنا یې له ځان سره بوتلل، اندېښمن او زړه تنګی و
\v 34 اوهغوی ته یې وفرمایل: زړه مې له غمه چوي، دلته پاتې شئ اوبېدا ره اوسئ
\v 35 بیا لږ وړاندې لاړ، پرمځکه ولوېد، اودعا یې وکړه چې، که کېدایشي دا ساعت له هغه څخه ليرې شي
\v 36 او بیا یې وفرمایل: یا ابا، یانې ای پلاره! هر څه تاته شوني دي، داپیاله زما څخه لیرې کړه، لېکن زما په خوښه نه، بلکې ستاپه اراده
\v 37 اوکله چې بېرته راغی، هغوی یې ویده ولیدل، نوپطروس ته یې وفرمایل: ای شمعونه! آیا ویده یې؟ آیا یوساعت ویښ پاتي کیدای نشوي؟
\v 38 ویښ اوسئ اودعاوکړئ، ترڅوپه آزمېښت کې ونه لوېږئ، روح تیاردی خوبدن کمزوری
\v 39 هغه یوځل بیالاړاوهماغه شان دعا یې وکړه
\v 40 اوکله چې بیا راستون شونوهغوی یې ویده وموندل، ځکه چې سترګې یې درندې شوې وې، اونه پوهېدل چې هغه ته څه ځواب ورکړي
\v 41 او کله چې بیا دریم ځلي راغی نوهغوی ته یې وفرمایل: اوس هم لاویده یاست اوآرام کوئ؟ بس دی، وخت راورسید، دادی دانسان زوی دګناهګارانولاسونوته سپارل کېږي
\v 42 راپورته شئ چې ځو! زما سپارونکی نږدې راغلی دی.
\s5
\p
\v 43 هغه لاخبرې کولې چې سمدلاسه یهودا، چې یوله دولسو شاګردانو څخه و راننوت، اوله هغه سره یوه غټه ډله خلک وو، چې تورې اوکوتکي ورسره وو، اودغه خلک دمشرانو کاهنانو، دشرعې دعالمانو او ولسي مشرانوله لخوارالېږل شوي وو
\v 44 اودهغه سپارونکي هغوی ته نښه ورکړې وه چې: څوک مې ښکل کړنوهماغه دی، ویې نیسئ اوپه کلکې پاملرنې سره یې بوځئ
\v 45 نوهماغه شېبه هغه ته ورنږدې شواوورته یې وویل: ای استاذه! اوهغه یې ښکل کړ
\v 46 هغوی ناڅاپه پرهغه یرغل وکړ، ویې نیوه
\v 47 په ولاړو کسانو کې یوتن خپله توره راوویسته، د مشرکاهن پرغلام یې واروکړ، اودهغه غوږیې پرې کړ
\v 48 بیاعیسی هغوی ته مخ کړاو ويې ویل: آیا تاسوماغل ګڼئ چې له تورواوکوتکو سره زما دنیولو لپاره راوتلي یاست؟
\v 49 هره ورځ مې په عبادتخانې کې تاسوته تعلیم درکاوه، مګر تاسوونه نیولم، داخواړینه ده ترڅو دکتابونو لېکنې بشپړې شي
\v 50 نوټولو شاګردانو هغه پرېښود اووتښتېدل
\v 51 او یوځوان چې فقط دکتان یوه ټوټه یې له ځانه راتاوه کړی وه، دهغه پسې روان شو، مګرهغوی، هغه ونیو
\v 52 نوهغه دکتان هغه ټوټه هم پرېښوده اوبربنډ وتښتېد.
\s5
\p
\v 53 اوعیسی یې مشرکاهن ته بوتلو، ټول مشران کاهنان، دشرعې عالمان او ولسي مشران پرهغه راټول شول
\v 54 پطروس دهغه پسې لیرې روان و، تردې چې دمشرکاهن کورته ورسېد، له نوکرانوسره کېناست، اواورته یې ځان توداوه
\v 55 مشران کاهنان اودجرګې ټول غړي په دې لټه کې وو، ترڅو دعیسی پرخلاف ګواهي پیدا کړي اوهغه ووژني، مګرهېڅ یې هم ونه موندل
\v 56 ډېرو د هغه پرخلاف د دروغو ګواهي ورکوله، مګر دهغوی ګواهي یوله بل سره موافقه نه وه
\v 57 بیاځینې راپاڅېدل، په دروغویې ګواهي ورکوله اوویل یې:
\v 58 مونږدده له خُلې څخه اورېدلي چې ویل يې: زه به دخدای دغه کورچې دانسانانو په لاس جوړشوی ورانوم، اوپه درې ورځوکې به یوبل جوړوم، چې په لاسونوجوړشوی نه وي
\v 59 مګرپدې هکله هم دهغوی ګواهي موافقه نه وه
\v 60 بیا مشرکاهن دهغوی له منځه راپاڅېد اوعیسی ته یې وویل: ولې ځواب نه ورکوې؟ اودا څه خبرې دي چې دوی ستا په هکله دهغې ګواهي ورکوي؟
\v 61 مګرهغه غلی پاتې شواوهېڅ ځواب یې ورنه کړ، نومشرکاهن بیا له هغه څخه پوښتنه وکړه ويې ویل: آیا ته مسیح دمبارک رب زوی یې؟
\v 62 عیسی وفرمایل: زه یم، اوتاسوبه دانسان زوی ووینئ چې دلوی خدای ښي لاس ته به ناست، اودآسمان په وریځو کې به راروان وي
\v 63 بیا مشرکاهن خپلې جامې څیرې کړې اوویې ویل: نورنوګواهانوته څه اړتیا لرو؟
\v 64 تاسو دهغه کفرواورید، اوس په څه کې مصلحت ګڼئ؟ نوټولو پرهغه حکم وکړچې دوژلولایق دی
\v 65 ځینوپه هغه لاړې توکولې، دهغه مخ یې پټ کړ، په سوکونو یې واهه اوورته یې ویل: نبوت وکړه، اوعسکروهم هغه په څپېړو وواهه.
\s5
\p
\v 66 په دې وخت کې لا پطروس په لاندیني انګړکې وچې دمشرکاهن یوه وینځه راغله
\v 67 اوپطروس یې ولید چې ځان تودوي، نوهغه ته یې وکتل اوويې ویل: ته خوهم له ناصري عیسی سره وي
\v 68 نوهغه انکاروکړاوويې ویل: ماته مالومات نشته، اوزه نپوهېږم چې ته څه وایې! اوکله چې د کورانګړته بهرشونوچرګ آذان وکړ
\v 69 اویوځل بیا هغې وینځې هغه ولیداوخلکوته یې وویل: داسړی هم له هغوی څخه یودی
\v 70 هغه بیا انکاروکړ، اولږڅه وروسته ولاړوخلکو بیا پطروس ته وویل چې، بې له شکه ته هم له هغوی څخه یې، ځکه چې ته جلیلي یې، اوستا لهجه هم دهغوی په شان ده
\v 71 مګرهغه ښېرې پېل کړې اوپه قسم سره يې وویل چې: کوم سړی تاسو یادوئ زه هغه نه پېژنم
\v 72 اوناڅاپه چرګ یوځل بیا آذان وکړ، نوپطروس ته دعیسی هغه وینا وریاده شوه چې ورته یې فرمایلي وو: وړاندې له دې چې چرګ دوه ځلې آذان وکړي، نوته به درې ځلې زما څخه انکار وکړې، اوکله چې دا وریاد شول نو ډېرسخت یې وژړل.
\s5
\c 15
\p
\v 1 سهارمشرانو کاهنانو، ولسي مشرانو، دشرعې عالمانو او دجرګې ټولوغړو له مشورې وروسته عیسی یې په زولنوکې وتاړه ، او پېلاطوس ته یې وسپاره
\v 2 پېلاطوس له هغه څخه پوښتنه وکړه: آیا ته دیهودو پاچا یې؟ نوهغه ورته په ځواب کې وفرمایل: دا ته وایې
\v 3 اوکله چې مشرانو کاهنانوپرهغه ډېرتورونه پورې کول
\v 4 نوپېلاطوس بیا له هغه څخه پوښتنه وکړه اوويې ویل: هېڅ ځواب نه ورکوې، وګوره پرتاڅومره تورونه لګوي
\v 5 مګرعیسی بیا هم هېڅ ځواب ورنه کړ، نو پېلاطوس سخت حیران شو.
\s5
\p
\v 6 اوپه هراخترکې به یې یوبندي دهغوی په خوښه آزاداوه
\v 7 نوبارابا نومې سړی چې په یوه بلوا کې یې قتل کړی و، هلته بندي و
\v 8 اوکله چې خلکو د دود لمخې غوښتنه وکړه
\v 9 نو پېلاطوس هغوی ته ځواب ورکړچې: آیا غواړئ دیهودو پاچا درته آزادکړم
\v 10 ځکه هغه ته مالومه شوې وه چې، مشرانو کاهنانوهغه دکینې له مخې ورسپارلی دی
\v 11 مګرمشرانو کاهنانو خلک لمسولي ووچې، بارابا هغوی ته آزاد کړې
\v 12 پېلاطوس بیاهغوی ته وویل: نوله هغه کس سره څه وکړم چې تاسوورته دیهودو پاچا وایاست؟
\v 13 هغوی بیا چیغې کړې: پرصلیب یې وخېژو
\v 14 پېلاطوس هغوی ته وویل: ولې، څه بد یې کړي دي؟ مګرهغوی لانوریې هم چیغې کړې چې: پرصلیب یې وخېژوه
\v 15 نوپېلاطوس دهغوی دخوښۍ لپاره بارابا آزاد کړ، عیسی یې په متروکو وواهه اوصلیب ته یې روان کړ.
\s5
\p
\v 16 بیاعسکروعیسی دوالي کلاته وردننه کړ، ټوله قشله يې راوغوښته اویوځای له هغه څخه راتاوشول
\v 17 ارغواني جامې یې ورواغوستې، داغزو تاج یې جوړاو ورته یې په سرکړ
\v 18 اوهغه ته به یې سلامي وهله چې: ای دیهودو پاچا سلام!
\v 19 په لښته به یې په سرواهه، لاړې به یې پرې توکولې، دملنډوپه موخه په ګونډو کېدل اوهغه ته به یې سجدې کولې
\v 20 اوکله یې چې ملنډې ختمې شوې، نو ارغواني جامې یې ترې وویستلې اودهغه خپلې جامې یې ورواغوستې، اوهغه يې بهر ویوړ ترڅو پرصلیب يې وخېژوي.
\s5
\p
\v 21 دقیروان اوسېدونکی، دسکندراو روفس پلارشمعون چې له ښارڅخه راروان واوله هغې ځایه تېریده، هغوی هغه مجبورکړترڅو دهغه صلیب پراوږه کړي
\v 22 اوبیا یې هغه یوځای ته ویوړچې جُلجتا نومیده، یانې د کوپړۍ ځای
\v 23 هغه ته یې له دوا سره ګډ کړي شراب ورکړل، خوهغه ونه څښل
\v 24 او کله یې چې هغه پرصلیب وخېژاوه، نودهغه جامې یې په خپلو کې وویشلې، اوپچه یې پرې واچوله چې څوک به کوم شی یوسي.
\s5
\p
\v 25 او سهار نهه بجې یې هغه پر صلیب وخیژاوه
\v 26 پرهغه لګول شوی تورپریوه تخته داسې لیکل شوی و: دیهودو پاچا!
\v 27 اودهغه ښي او کیڼ لورته یې دوه تنه غله هم له هغه سره پرصلیب وخېژول
\v 28 اوپه دې توګه هغه خبره پوره شوه چې وايي: هغه له خطاکارانو څخه وشمېرل شو 
\v 29 اولارویوهغه ته کنځلې کولې، سرونه یې خوځول اوویل یې: ای هغه سړیه چې عبادتځای ورانوې او بیا یې په درې ورځو کې جوړوې
\v 30 له صلیبه راکوزشه اوخپل ځان خلاص کړه
\v 31 همدغه رازمشرانو کاهنانو او دشرعې عالمانوهم یوبل ته په ملنډو سره ویل: هغه نورخلک ژغورل مګراوس نه شي کولای ترڅوخپل ځان وژغوري
\v 32 داسرائیلو پاچا مسیح! اوس دې هغه له صلیبه راکوزشي، ترڅو مونږ ووینو اوپرهغه ایمان راوړو، اوڅوک چې دهغه څنګ ته پرصلیب خېژول شوي وو، هغوی هم ورته بد رد ویل.
\s5
\p
\v 33 غرمې مهال پرټوله مځکه تیاره خپره شوه، او دماسپښین تردریوبجوپورې وه
\v 34 اودرې بجې عیسی په لوړآوازسره نارې کړې، ویې فرمایل: ایلوئي ایلوئي لما سبقتني؟ یانې ای زما خدایه، ای زما خدایه! زه دې ولې پرېښودم؟
\v 35 ځینو خلکوچې دا واورېدل، نوویې ویل چې هغه الیاس رابلي
\v 36 یوسړي رامنډه کړه اویواسفنج چې له سرکې یې ډک کړی و، اودیوې لښتې په څوکه یې ایښې و، دهغه په خوله کې کېښود چې ويې څښي او ویې ویل: پرېږدئ چې ووینم ترڅو الیاس راشي او هغه راکوز کړي
\v 37 نوعیسی یوه کړیکه کړه اوسایې ورکړه
\v 38 هماغه شېبه دعبادتخانې پرده له سرنه تربېخه دوه ټوټې شوه
\v 39 اوکله چې هغه ته مخامخ ولاړافسرولیدل چې په څه ډول یې چیغه ووهله اوسا یې ورکړه، نو ویې ویل چې: دغه سړی واقعاً دخدای زوی و
\v 40 اوڅوښځوله ورایه ننداره کوله،چې په هغوی کې مریم مجدلیه، دکشریعقوب اویوشا مور، او سلومي وې
\v 41 دا هغه ښځې وې چې کله هغه په جلیل کې و، نو دهغه خدمت یې کاوه، اونورې ډېرې ښځې چې له اورشلیم څخه راغلې وې.
\s5
\p
\v 42 اوکله چې ماښام شو، نوله دې کبله چې د تیاري ورځ، يانې له خالي څخه یوه ورځ مخکې وه
\v 43 نویوسف نومې چې د رامې اوسیدونکی، دروند شخصیت، دجرګې غړی او دخدای د پاچاهي د راتلوپه تمه و راغی، اوهغه جرأت وکړ پېلاطوس ته ورغی، او دعیسی مړی یې ترې وغوښت
\v 44 پېلاطوس د دې خبر په اوریدو سخت حیران شو چې، هغه لا دومره ژرمړهم شو، نوافسریې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه چې: آیا دهغه ډېروخت وشو چې مړدی؟
\v 45 اوکله یې چې د افسرځواب واورید چې هغه مړدی، نویوسف ته یې اجازه ورکړه ترڅودهغه مړی یوسي
\v 46 نوهغه کتان راوپېره، هغه یې له صلیبه راکوز کړ، او په کتان کې یې ونغښت، بیایې په هغه قبرکې کېښود چې په تیږه کې توږل شوی و، او دقبرخولې ته یې یوګټ کېښود
\v 47 مریم مجدلیې او د یوشا مورمریم ولیدل چې چېرې ښخ کړای شو.
\s5
\c 16
\p
\v 1 اوکله چې دخالي ورځ تېره شوه،نومریم مجدلیې، دیعقوب مورمریم اوسالومې، خوشبویه تېل واخیستل، اوراغللې ترڅو دهغه پرمړي یې واچوي
\v 2 او دیکشنبې په ورځ له لمرخاته وړاندې قبر ته لاړلې
\v 3 او یوې بلې ته ویل چې: څوک به مونږ ته دقبرله خُلې څخه ګټ لیرې کړي
\v 4 او کله چې متوجه شولې، نوویې لیدل چې دقبر له خولې څخه ګټ لیرې شوی و
\v 5 اوکله چې قبرته ننوتلې، نویوځوان یې ولیدچې ښي لورته ناست واوسپینه چوغه یې اغوستې وه، نوسختې حیرانې شولې
\v 6 هغه، هغوی ته وویل: مه وېرېږئ! آیا تاسوپرصلیب شوی ناصري عیسی لټوئ؟ هغه راپورته شوی! اودلته نشته، تاسوهغه ځای ووینئ په کوم کې چې کېښودل شوی و
\v 7 اوس لاړې شئ، دهغه شاګردان، خصوصاً پطروس خبر کړئ چې هغه به ترتاسو وړاندې جلیل ته ځي، اولکه څنګه یې چې تاسو ته فرمایلي وو، هغه به هلته ووینئ
\v 8 نو په چټکۍ راووتلې، اوله قبره راوتښتېدلې، ځکه هغوی رپېدلې اوحیرانې وې ، اوهېچاته یې حال ونه ویلو، ځکه چې ډېرې وېرېدلې وې.
\s5
\p
\v 9 اوکله چې عیسی داونۍ په لومړۍ ورځ، سهار راپورته شو، نوتر ټولو وړاندې یې مریم مجدلیې ته چې له هغې څخه یې اووه پېریان ویستلي وو، ځان ښکاره کړ
\v 10 هغه لاړه اوشاګردان یې چې ژړا اوویریې کاوه خبر کړل
\v 11 اوکله چې هغوی واورېدل چې هغه ژوندی شوی، اوهغې ته ښکاره شوی، نو باوریې ونکړ.
\s5
\p
\v 12 له هغې وروسته په یوبل شکل کې نورو دوو تنوته چې کلي ته روان وو ښکاره شو
\v 13 هغوی بېرته لاړل اونور یې خبر کړل، خوهیچا پرې یقین ونکړ
\v 14 بیاهغه خپلویوولس شاګردانو ته هغه مهال ورښکاره شو، کله چې هغوی ډوډۍ ته ناست وو، او دهغوی بې ایماني او سخت دلي یې وغندله، ځکه هغوی دهغوخلکو په خبرو یقین نه و کړی، کومو چې هغه ژوندی راپورته شوی لیدلی و.
\s5
\p
\v 15 نو هغوی ته یې وفرمایل: د دنیا هرګوټ ته لاړشئ، او ټولو خلکو ته دانجیل وعظ وکړئ
\v 16 نوچاچې ایمان راوړ او تعمید یې واخیست، وبه ژغورل شي، اوڅوک چې پرې ایمان رانوړي، هغه به مجرم وګڼل شي
\v 17 او ایمانداران به له ځان سره دا نښه ولري چې زما په نامه به پېریان وباسي، اوپه نویو ژبوبه خبرې کوي
\v 18 اوکه هغوی ماران راونیسي یا وژونکي زهر وخوري، نوهېڅ ډول زیان به ورته ونه رسوي، اوکله چې خپل لاس پرناروغانو کېږدي، نوهغوی به روغ شي.
\s5
\p
\v 19 اوهغوی سره له خبروکولو وروسته مالک عیسی مسیح آسمان ته پورته کړې شو، اودخدای ښي لاس ته کیناست
\v 20 هغوی ووتل اوپه هرځای کې یې وعظ کاوه، خدای له هغوی سره کارکاوه، اودهغو معجزو په مرسته يې کلام ثابتولو چې هغوی کولې .آمین